نړۍ
بېلاروس ځینې وېب بلاګ لیکونکي او د اپوزیسیون فعالان محکوم کړي
د بېلاروس یوې محکمې یو شمېر وېب بلاګ لیکونکو، د اپوزیسیون فعالانو او د اپوزیسیون د جلا وطنې مشرې سویتلانا څیخانو سکایا مېړه ته د سختو سزاوو حکمونه صادر کړي دي.
مشهور بلاګ لیکوونکي سیارهې څیخانوسکي یې په اتلس کاله بند محکوم کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې دغه حکمونه غندلي دي. ټول دغه کسان تېر کال د ولسمشرۍ په لانجمنو انتخاباتو کې نیول شوي وو.
هغه انتخابات چې په پایله کې یې د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکا شینکو د شپږم ځل لپاره ځان ګټونکی اعلان کړ.
د بشري حقونو ډلې هغه شپږ تنه چې پرون سې شنبه د بېلاروس په جنوب ختېځ ښار هومل کې د تړلو دروازو تر شا محکوم شوي، سیاسي بندیان بولي.
د دغو کسانو ۱۷۳ ورځنۍ محاکمه د بېلاروس د محاکمو په تاریخ کې تر ټولو اوږده محاکمه بلل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شنکر: هند له ایران سره د چاه بهار بندر د ادارې په هدف د یوه اوږدمهالي پلان په فکر کې دی
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې له ایران سره د چاه بهار بندر د ادارې په هدف د یوه اوږدمهالي پلان په فکر کې دی.
ایس جی شنکر نن په مومبی کې خبریالانو ته وویل، کله چې له ایران سره د چاه بهار په اړه پر اوږدمهالو مقرراتو موافقه وشي، نو هغه مهال به په دې بندر کې د لازیاتو پانګونو څرنګوالی روښانه شي.
رویټرز خبري آژانس جې شنکر ته د یوې نژدې سرچینې له قوله خبر ورکوي چې د هند د سمندري ټرانسپورټ وزیر به ایران ته د سفر پر مهال هند ته د چاه بهار بندر د اوږمهالي اجارې د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
هند په چاه بهار بندر کې د دې لپاره پانګونه کړې چې خپل تولیدات د ایران او افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته صادر کړي او د صادراتو لاره له پاکستانه چپه کړي، خو د چاه بهار ستونزه دا ده چې متحدوایالتونو پر ایران بندیزونه لګولي او ځکه یې د رغونې چارې ډېرې سوکه پرمخ ځي.
کریسټرشون: د شمال او بالتیک ترمنځ همکاري ژوره شوې
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرشون وایي، د شمال او بالتیک ترمنځ همکاري اوس دومره ژوره شوې چې په معاصرتاریخ کې هیڅکله هم دومره پیاوړې نه وه او اساس یې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته سیمې ته د امنیتي ګواښونو زیاتوالی دی.
کریسټرشون نن دوشنبې په سټاکهولم کې د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز او د شمالي اروپا د هېوادونو د صدراعظمانو د غونډې کوربه دی.
په عین حال کې د بالتیک د درېیو هېوادونو صدراعظمانو چې نن د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنوس کې جرګه کېږي، ویلي چې د مسکو بیرول به دوی د اوکراین له ملاتړه په شا نهکړي.
سویډن په مارچ میاشت کې د ناتو له تړون سره یوځای شو او فنلنډ هم له هغې مخکې د تېر کال په اپرېل میاشت کې د دې پوځي تړون غړیتوب حاصل کړی و.
روسي چارواکي: د اوکراین ۳۱ بې پیلوټه الوتکې او ۱۶ میزاییل له منځه وړل شوي
د روسیې دفاع وزارت نن دوشنبې وویل چې د هوایي مدافعې سیستمونو یې د اوکراین ۳۱ بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه او ۱۶ میزایل لهمنځه وړي دي.
دغو ډرونونو او میزایلو د روسیې بیلګرود، کورسک، لیپیتسک او د مسکو لهخوا اشغال شوې کریمیا ټاپووزمه سیمې په نښه کړې وې.
روسي چارواکو پرون یکشنبې وویل چې په بیلګرود کې هغه مهال شپاړس تنه ووژل شول چې د یوې ودانۍ یوه برخه د اوکراین د یوه میزاییل د ټوټو د راپرېوتو په نتیجه کې را ونړېده.
د چارواکو په وینا، دغه توغندی د روسیې د هوایې مدافعې سیستم ویشتی و.
د روسیې دغه ادعا سمدستي په خپلواکه توګه نهده تایید شوې.
له رفح څخه په ډلهییزه توګه د فلسطینیانو وتل ګړندي شوي
په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د غزې په جنوب رفح ښار کې وړاندې تګ ته دوام ورکوي، له دې سیمې چې وروستی پناه ځای بلل کېږي، په ډلهییزه توګه د فلسطینیانو وتل ګړندي شوي دي.
اسراییل همدارنګه د غزې پر شمالي برخې چې له مخکې په جګړه کې ځپل شوې بیا بریدونه کړې دي.
د اسراییل پوځ ویلي، دا سیمه چې څو میاشتې مخکې تصفیه شوې وه، د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني یو شمېر وسلهوال پهکې بیا منسجم شوي وو.
رفح چې د حماس وروستي پیاوړی سنګر بلل کېږي، د اسراییل لهخوا اوسېدونکو ته یې د وتلو له امر وروسته، شاوخوا درې سوه زره کسانو خپلې مینې پریښې دي.
په غزه کې د روانې جګړې له کبله دې سیمې ته له یو میلیون زیاتو فلسطینیانو پناه ور وړې ده.
اسراییل ویلي، د حماس د بې وسلې کولو لپاره باید پر رفح کې پوځي عملیات سرته ورسوي.
وېسټ: امریکا د سېلابونو له کبله د ګڼو افغانانو پر اغېزمنېدو خوابدی دی
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، واشنګټن په بادغیس، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو په نتیجه کې د ګڼو افغانانو د ژوند د اغېزمنېدو پر راپورونو خوابدی دی.
هغه لیکلي چې د دوی شریکان د خوړو، اوبو او نورو حیاتي توکو د برابرولو لپاره لاس په کار شوي دي.
په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې بنسټ یا سېف د چلډرن وايي، په افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته ماشومان بېکوره شوي، وېرېدلي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د رسنیو نړیوالې څانګې پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په بغلان کې د جمعې له ناوخته سېلابونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سېف د چلډرن وايي، د دوی د اضطراري مرستو په ټیمونو کې ګرځنده کلینیکونه، د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب متخصصان شامل دي.
د ماشومانو د ساتنې بنسټ تېره شنبه ویلي وو، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۶۰۰زره کسان اغېزمن شوي چې له دې شمېر ۳لکه او ۱۰ زره یې ماشومان دي.
پروان کې ترافیکي پېښه؛ د واده د مراسمو ۱۰ ګډونوال ټپیان شوي
د پروان په مرکز چاریکار کې د واده د مراسمو ۱۰ تنه ګډونوال د ترافیکي پېښې له کبله تنه ټپیان شوي دي.
په پروان د طالبانو چارواکي وايي دغه پېښه پرون ناوخته د څلورمې امنیتي حوزې په خواجه سیاران سیمه کې شوې ده.
د پروان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه هغه وخت وشوه چې یو هینو ډوله موټر چې ورا په کې وه، له سړک واوښت او له یوه دېوال سره ټکر شو.
د هغه په وینا، په په لسو ټپیانو کې څلور ښځې شاملې دي.
برازیل کې ویجاړوونکي سېلابونه؛ د مړو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی او تر ۱۲۵ ډېر کسان ورک دي
د برازیل په جنوب کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۴۳ ته زیات شوی دی او تر ۱۲۵ زیات نور کسان تري تم دي.
په ریو ګرانده يو سول ایالت کې د ملکي خوندیتوب ادارې پرون یکشنبه ویلي چې ۸۰۶ نور کسان ژوبل شوي دي.
پرون او بل پرون هم په دغه هېواد کې اورښتونه روان وو او د هغو کسانو شمېر شپږلکه او ۱۸زرو ته زیات شوی چې له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي او دغو سېلابونو شاوخوا ۲ ملیونه وګړي اغېزمن کړي دي.
په مرکزي افریقا کې وسلهوالو څلور کسان وژلي
د مرکزي افریقا په جمهوریت کې لږ تر لږه ۴ کسان هغه وخت ووژل شول چې وسلهوالو یاغیانو پرون د سرو زرو د کان پر هغه ښارګوټي حمله وکړه چې چینايان یې چلوي.
د دغه هېواد یوه حکومتي ویاند ماکسیم بلالو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي، "د بدلون لپاره د هېوادپالو ائتلاف" چې د پخواني ولسمشر فرانکویس بوزیزه متحده د یاغیانو ډله ده، په ګاګا کې دا حمله کړې ده.
دغه کلی د مرکزي افریقا د جمهوریت د پلازمېنې بانګوی په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت کلی دی.
د ده په وینا، ښايي د مړو شمېر زیات شي او په وژل شویو کې هغه کسان هم شامل دي، هلته په یوه نږدې د سرو زرو په کان کې یې کار کاوه. په دې پېښه کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
په مرکزي افریقا جمهوریت کې له ۲۰۱۳م کال راهیسې شخړې روانې دي، دا وروسته له هغې چې اکثریت مسلمانو یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه او پخوانی ولسمشر فرانکویس بوزیزه یې له واک څخه لیرې کړ.
په مقابل کې یې عیسوي ملېشهوو جګړه پیل کړه.
د روسیې ولسمشر د دې هېواد دفاع وزیر بدل کړی
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اعلان وکړ چې غواړي د دغه هېواد دفاع وزیر سرګي شویګو چې له اوږدې مودې یې متحد و، بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې د دغه هېواد پر پوځ انتقاد کېږي چې پر اوکراین یې د یرغل په نتیجه کې لږ پرمختګونه کړي او زیات تلفات وراوښتي دي.
کرملین ویلي، د ۶۶ کلن شویګو پر ځای، چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې د روسیې دفاع وزیر دی، د صدراعظم پخوانی لومړی مرستیال ۶۵ کلن اندري بېلوسوف د روسیې د دفاع نوی وزیر ټاکل شوی چې لږ پېژندل شوی سیاستوال دی او تر ډېره د اقتصادي مسایلو متخصص ګڼل کېږي.
شویګو د روسیې د امنیتي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.
انقرې ته د یونان د صدراعظم سفر؛ دا د دواړو لوریو ترمنځ د تودو اړیکو تازه نښه بلل کېږي
ټاکل شوې نن دوشنبه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د یونان د صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس هرکلی وکړي.
دا د ناټو د دوو ګاونډیو غړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو تر اختلافاتو وروسته د تودو اړیکو تازه نښه ګڼل کېږي.
دا سفر داسې وخت کېږي چې له لسیزو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ روان دی او کله کله په لنډمهاله پخلاینو سره ختم شوی دی.
د ترکیې ولسمشر په تېره ډسمبر میاشت کې یونان ته سفر وکړ او انقرې ته د یونان د صدارعظم نننی سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي فصل څرګندويي کوي.
اردوغان د یونان له یوې ورځپاڼې سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، د دوی خبرې به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پرتو ستونزو پر حل متمرکزې وي.
یونان او ترکیه په خپلو کې د ځینو ټاپوګانو او د اوبو د مالکیت پر سر دعوه لري، اوس غواړي پر تجارت او انرژۍ تمرکز وکړي.