د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

کاناډا کې د افغان ورزشکارانو کلنی جشن د افغانانو مرستې ته ځانګړی شو


د کاناډا تورنتو ښار
د کاناډا تورنتو ښار

د کاناډا په انتاریو او تورانتو ښارونو کې د افغان ورزشکارانو د ټولنې کلنی جشن سږ کال د افغانستان خلکو ته د بسپنې د راټولولو لپاره ځانګړی شوی.

سږ شپږم کال دی چې په کاناډا کې د دې ټولنې له‌خوا دا جشن جوړېږي.

په تېرو کلونو کې به په دې ورځ ورزشي لوبې کېدلې، خو په تورانتو او انتاریو کې د افغان ورزشکارانو د ټولنې فني مرستیال سید داود جلالي پرون ازادي راډیو ته وویل سږ کال دا مناسبت د چندې ټولو ته ځانګړی شوی.

جلالي وویل: "د دې غونډې د جوړولو له لارې هڅه کوم چې خپلو بې‌وزلو او فقیرو خلکو ته مرستې ورسوم."

د ښاغلي جلالي په وینا د دې جشن مراسم راتلونکې اوونۍ جوړېږي.

دې غونډې ته په کاناډا کې دېره افغانان او د تورانتو او انتاریو ښارونو سیمه‌ییز چارواکي بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG