د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

خوست میشتي خلک: د غلام خان پر لاره دې، تګ او راتګ اسان شي


د غلام خان لار
د غلام خان لار

د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د غلام خان پر لاره دې د مسافرو او ناروغانو تګ او راتګ اسانه شي.

دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په لیکه کې په اونیو اونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي.

د خوست د شمل دوه منده ولسوالۍ اوسیدونکی احمدګل چې غلام خان کې د خپل ناروغ د انتقال لپاره له څو ورځو په تمه دی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو غواړي چې دا ستونزه په رسمي توګه د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي.

احمد ګل زیاته کړه: "ناروغ راسره وي، له خوسته زر افغانۍ ورکوو، دلته راته وايي چې ۴ یا ۵ کسان په نوم پریږدي، تر ماښام پورې منتظر پاتېږو او بیا ناروغ په زر افغانۍ خوست ښار ته وړو، ځکه دلته د شپې ځای نشته، طالبان باید دا وکړي چې وزیر خارجه ولاړ شي او پاکستان سره وغږیږي چې ناروغانو ته دا لاره خلاصه کړي، د خوست ډاکټران ورته ووايي چې دلته يې علاج نه کېږي، نو دوی مجبور دي چې پېښور ته ولاړ شي. "

د خوست اوسیدونکي وایي د غلام خان پر لاره دې د مسافرو او ناروغانو تګ او راتګ اسانه شي.
د خوست اوسیدونکي وایي د غلام خان پر لاره دې د مسافرو او ناروغانو تګ او راتګ اسانه شي.

سپین ږیری میرولي جان هم چې خپل ناروغ سره غلام خان بندر ته تللی وايي، ستونزه دا ده چې په دې لاره لږو خلکو ته د تګ او راتګ اجازه ورکول کېږي، خو ناروغان او ناروغ لرونکي د تلونکو خلکو څو برابره ډېر وي.

ده زیاته کړه، ځینو ناروغانو ته د ډاکټرانو توصیه دا وي چې دوی باید درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي، خو دلته بیا په تګ او راتګ کې خلکو ته ډېره ستونزه وي او په اونیو منتظر پاتېږي.

بل لور ته د طالبانو د غلام خان ګمرک مسوولین وايي، د پخوا پرتله ناروغانو ته په تګ او راتګ کې اسانتیا پیدا شوې، خو دوی په دې هڅه کې دي چې پر دې لاره د پاسپورټ او ویزې پرته د خلکو تګ او راتګ پیل شي.

طالبان بیا وایي د پخوا پرتله پر دې لار خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیا پیدا شوي
طالبان بیا وایي د پخوا پرتله پر دې لار خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیا پیدا شوي

د غلام خان ګمرک مشر قاري خاندان وايي، په اوس وخت کې پاکستان هغه ناروغان چې ډېر عاجل وي، لاس په لاس پریږدي، خو نور ناروغان بیا په ترتیب او نوبت سره پرېښودل کېږي.

دده په وینا، د ورځې تر ۶۰ پورې ناورغانو ته اجازه ورکوي، خو تر ۲۰۰ ډېر ناورغان هره ورځ مراجعه کوي.

قاري خاندان وویل، دوی د پاکستاني مسوولینو سره په خبرو لګیا دي، تر څو افغانان په دې لاره بې ویزې او بې پاسپورټه تګ او راتګ وکړي.

د غلام خان لاره د نورو لارو پرتله کراچۍ بندر ته شااوخوا ۴ سوه کیلومتره نږدې ده، خو د خلکو د پرله پسې غوښتنو سره، سره هم تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا رسمي نه ده ترانزیټ شوې.

د خوست خلکو او په دې ولایت کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو غوښتنه داده چې د څو کاله پخوا په شان دې په دې لاره خلکو ته د تګ او راتګ اجازه ورکړل شي.

د غلام خان ګمرک مشر قاري خاندان وايي، په اوس وخت کې پاکستان هغه ناروغان چې ډېر عاجل وي، لاس په لاس پریږدي، خو نور ناروغان بیا په ترتیب او نوبت سره پرېښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG