د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د طالبانو بیا واکمني؛ لرغونو اثارو ته د زیان اوښتو اندېښنې لا پرځای دي


د بامیان تاریخي ځای
د بامیان تاریخي ځای

طالبانو افغانستان کې د بیا ځلي حکومت له پیل وروسته ویلي چې له تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه کوي او د ګرځندوۍ فرهنګ د غوړېدا لپاره به هڅه وکړي.

خو د طالبانو له دې ژمنو سره-سره په، افغانستان کې تاریخي او فرهنګي اثارو ته د زیان اوښتو اندېښنې لا پرځای دي.

افغان لیکوال او څېړونکی نجیب منلی وایي، ښایي پر طالبانو د دغې کم باورۍ لامل پر افغانستان د دغې ډلې د تېرځل حاکمیت تجربه وي.

ښاغلی منلی وايي، تاریخي اثار د یوې جغرافیې او خلکو د پېژندلو لپاره ډېر مهم دي او د دې تر څنګ، کولای شي د افغانستان لپاره ستره اقتصادي سرچینه واوسي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو پر افغانستان د تېر ځلي واکمنۍ پرمهال د هېواد له تاریخي اثارو په ځانګړي توګه هغه اثارو سره ستره جفا وکړه چې تاریخ يې افغانستان کې له اسلام وړاندې و، وکړه او اوس هم له دوی څخه زیاته تمه نه کېږي."

افغان لیکوال او څېړونکی نجیب منلی
افغان لیکوال او څېړونکی نجیب منلی

د صلصال او شمامه اور لیدلي اثار چې اوس هم د بامیان غرونو کې د نړیوالو سازمانونو او ګرځندویانو له خوا د پاملرنې وړ دي، د هغو ترخو خاطرو یاد دی چې د طالبانو د تېر حکومت پرمهال د طالبانو رهبر ملا محمد عمر، افغانستان کې د تاریخي او فرهنګي اثارو پر وړاندې کړی و.

د افغانستان د تېر زاړه تاریخ دغه څلۍ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو باروتو د یوې سترې چاودنې او ویحاړۍ ښکارندوي کوي.

د طالبانو د اوسني حکومت مسوولین هغه تورونه چې ګواکې طالبان تاریخي اثار ته پاملرنه نه کوي، نه مني او ردوي.

هغوی د بامیانو د بوتانو قضیه شرعي باورونو پورې تړي او خپلو ځانونو ته په دې برخه کې برأت ورکوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي امارات متوجه دی او تاریخي اثار به هم ساتل کېږي او هم به یې پالنه کېږي. له ضایع کېدو او تخریب څخه به یې مخنیوی کېږي او په ټول هېواد کې موږ دغې موضوع ته متوجه یوو."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د تاریخي اثارو ساتنه به کیږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د تاریخي اثارو ساتنه به کیږي.

نږدې څلور میاشتې مخکې کابل او د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه له تقریباً له جګړو پرته د طالبانو لاسته ولوېدل او دغه مساله د دې لامل شوه چې تاریخي او فرهنګي اثار د تېر پرتله سیاسي تحول کې زیان ونه ویني.

خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د تاریخي کلاوو د ویجاړېدو انځوورونو د نړیوالو سازمانونو او خلکو اندېښنې راپارولې وې چې ګواکې طالبان تاریخي اثارو ته پاملرنه کوي، خو وروسته بیا دغې ډلې اعلان وکړ چې د کلا د ورانېدو مخه یې نیولې ده.

طالبانو د ګرشک کلا ورانول درولي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

نبیله اسدي د کندهار ولایت ده. هغه په تېر حکومت کې توانېدلې چې څو ولایتونو ته سفرونه ترسره او له تاریخي اثارو یې لیدنه وکړي.

هغه وايي، د طالبانو د تېر رژیم ناسمه تجربه باید تکرار نشي.

نبیلې ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپلې اندېښنې لرو چې نه باید د افغانستان تاریخي او فرهنګي اثار له منځه یوړل شي، بلکې له هغو باید ساتنه او پالنه وشي، څو موږ د افغانستان زر کلن تاریخ نړۍ ته ښکاره کړو."

د ګرځندوې صنعت په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ودې په حال کې وو، خو اوس له ودې لوېدلی دی. تر ټولو ستر لامل یې ښايي په افغاستان کې وروستۍ سیاسي بدلون وي.

خو ذبیح الله مجاهد وایي: "که څه هم ګرځندویان کم دي او افغانستان ته د الوتنو له بندېدو وروسته لا کم شوي دي، خو موږ هڅه کوو چې دغه شمېر زیات کړو او زیات شمېر خلک له افغانستانه لیدنه وکړي."

د بامیانو د بوتانو په ګډون زیات شمېر تاریخي اثار چې د تېرحکومت له خوا د یونیسکو په شمول د زیاتو نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ورته پام کېده او ځینې یې بیاورغول شول او د کورنیو او نړیوالو مېلمنو لیدنو ته چمتو شول.

د ګرځندوې صنعت په افغانستان کې اوس له ودې لوېدلی
د ګرځندوې صنعت په افغانستان کې اوس له ودې لوېدلی

روح الله یو له هغو ځوانانو څخه دی چې په زړه کې يې افغانستان ته د تګ لپاره لېوالتیا درلوده او د طالبانو د حکومت له ټینګېدو وروسته چې نسبي امنیت راغلی دی، خپلې دغې هیلې ته څه نا څه رسېدلی دی.

روح الله ازادي راډیو ته وویل: "ځینو تاریخي ځایونو د جګړو له امله زیات زیان لیدلی و، ځینې ځایونه مې په خپلو سترګو ولیدل چې د جګړو له امله بیخي له منځه تللي وو او د جنګي سنګر په توګه ترې استفاده شوې وه."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یونیسکو سازمان او د موزیم نړیوالې شورا د طالبانو تر حاکمیت لاندې د تاریخي اثارو له وضعیت اندېښنه ښودلې وه.

خو طالبان وايي، ډېر ژر لاس په کار شول او د نړیوالو دغه اندېښنه یې پای ته ورسوله.

طالبان تازه کابل کې ملي موزیم د لیدونکو او ګرځندویانو پرمخ بېرته پرانېستی دی.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان تاریخي ـ فرهنګي اثار د تېر حکومت او سیمه ییزو اوسېدونکو لپاره ښې اقتصادې سرچینې یادېدې.

بامیان یو هغو ولایتونو و چې خلکو یې له دې لارې زیاتې پیسې تر لاسه کولې.

سجاد فولادي چې د افغان تور شرکت کارمند دی، بامیان ولایت کې يې د سیلانۍ کچې د راټیټېدو لامل ازادي راډیو ته بیان کړی دی: "بامیان د دوو بدلونونو په منځ کې راغی، یو سیاسي بدلون و چې طبعآ د ګرځندوې په صنعت خپل اغېز لري او بل موسمي تغییر دی، یانې هوا سړه شوې ده."

له دې ټولو سره د لیکوال او څېړونکي نجیب منلي باور دا دی چې طالبان کولی شي د نسبي امنیت په تامین سره د افغانستان له تاریخي اثارو خپل دولت او خلکو ته ښه ګټه تر لاسه کړي او همدا شان په هېواد کې د ګرځندوۍ صنعت د پرمختګ لامل شي.

د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغاونې لپاره د نړیوالو سازمانونو د مالي همکاریو بندېدل او د اثار پېژندونکو کډوال کېدل هغه اندېښنې دي چې په اړه یې بحثونه کېږي.

XS
SM
MD
LG