د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د کونړ اوسیدونکي: په ناغو ساتلي ځنګلونه مو وهل کېږي، ساتل مو له وسه وتلي


د کونړ وهل شوی ځنګل
د کونړ وهل شوی ځنګل

د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند لیچلام اوسیدونکي وايي، په سيمه کې يې یو شمېر کسانو د نښترو ځنګل پر وهلو پیل کړی. د دوی په خبره چې تېرو سختو جنګونو او حالاتو کې يې د نښترو ځنګلونه ساتلي، خو اوس يې ساتل له وسه وتلي دي.

دوی دعوه کوي چې څو ځله يې ولسوالۍ او ولایت مقام ته شکایتونه کړي، خو تراوسه چا ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د لیچلام اوسیدونکی حیات الله (قرار) ازادي راډیو ته وویل:"ډېر ښېرزاه ځنګل دی چې په کې د نښترو، ځڼغوزیو، کچل،څېړۍ او نورو ډول-ډول مېوه لرونکي او بې مېوې ونې ولاړې دي. موږ قومي شورا لرو چې د همدې شورا په وسېله مو کلونه کلونه د دې ښېرازه ځنګل ساتنه کړې، خو بدبختانه چې اوس يې ساتنه زموږ له وسه وتلې ده."

هغه زیاته کړه چې په ډېرو سختو او جګړه ییزو شپو ورځو کې د خپلې سېمې اړوند ځنګل ساتلی، خو اوس په کې د طالبانو ملاتړ ته اړتیا لري او باید چې په نوې جوړېدونکې زرغونې قطعې کې ورته برخه ورکړل شي.

د لیچلام ځنګلونه
د لیچلام ځنګلونه

قرار وايي، پنځه ویشت هکتاره غرونه يې د نښترو او نورو ونو په ځنګل پوښل شوي او ساتنه يې د ولس او حکومت شرېکه دنده ده.

د لیچلام قومي مشر حاجي عظیم جان وايي، د ځنګل پرې کولو په اړه يې څو ځله د طالبانو مسولینو سره ستونزه شرېکه کړې، خو تراوسه يې داسې کوم اقدام نه دی کړی چې ورسره د ځنګل پرې کول بند شي.

دی وايي: "موږ ښکلی ځنګل لرو، دا مو په تړو او ناغو ساتلی دی، خو اوس د کوړنګل او چپې درې څخه یو شمېر کسان راځي او په غلا ځنګل وهي، موږ طالبانو ته شکایتونه کړي، خو کوم قدم نه دی پورته شوی. بیا هم د طالبانو مشرانو څخه غوښتنه کوو چې د ځنګل وهلو په مخنيوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ چارو مامورین وايي، د یاد ولایت غرونو کې د ثور کودتا وړاندې درې لکه او شپاړس زره هکتاره ځمکه د نښترو او په نورو ونو پوښل شوې وه چې په یادو شااوخوا درېیو لسېرو کې د نښترو د ځنګل ۳۰ سلنه برخه وهل شوې ده.

وهل شوې لرګي په قاچاقو او نورو نومونو له کونړ او افغانستان څخه ایستل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو مسولین وايي، د لرګیو په قاچاق او د ځنګل پر پرې کولو يي بندیز لګولی او هېچا ته به د یادو غیرې قانوني کړنو ترسره کولو اجازه ورنه کړي.

کونړ کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله (حنیف) ازادي راډیو ته وویل:"د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنېوي لپاره د اسلامي امارت پالېسې ښکاره ده اود دې لپاره زرغونه قطعه جوړیږي. ولس دې ډاډه اوسیږي، انشاالله چې په دې برخه کې به هېڅ ډول غیرې قانوني کړنې ته اجازه ورنه کړل شي."

د کونړ لیچلام سېمې اوسیدونکي په داسې حال د ځنګل وهلو څخه شکایت کوي چې طالب چارواکو د ځنګلونو ساتلو لپاره د یوې ۴۵۰ کسېزې زرغونې قطعې جوړولو اعلان کړی. د دوی په خبره چې په کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې به ځای پرځای کېږي، څو د ځنګل وهلو او د لرګیو د قاچاق مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG