د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ترهګرۍ سره مبارزه؛ بایډن: له افغانستانه بهر مو خپلې وړتیاوې ځای پرځای کړي


ارشیف، یو تن امریکايي سرتیری
ارشیف، یو تن امریکايي سرتیری

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وايي، له افغانستانه د هر ډول ګواښ د ورپېښېدو د دفاع لپاره چمتو دي.

د ښاغلي بایډن له قوله، دوی له افغانستانه بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوې ځای پرځای کړي او د اړتیا پر مهال به د امریکا له ملي ګټو دفاع وکړي.

د امریکا جمهور رییس دا خبره د متحده ایالاتو د سنا او استازو جرګې مشرانو ته "د جګړې د اختیاراتو" تر عنوان لاندې لېږل شوې راپور کې کړې.

د امریکا جمهور رییس جوبایډن
د امریکا جمهور رییس جوبایډن

هغه زیاته کړې: "د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل په ۱۴مه نېټه مې له افغانستانخ د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو لارښوونه وکړه. دا بهیر د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ تر ۳۱مې نېټې بشپړ شو."، خو د ښاغلي بایډن په خبره، متحده ایالاتو د ترهګرښ ضد وړتیاوې له افغانستانه بهر ځای پر ځای کړي او که له افغانستانه د امریکا خاوره یا هم ملي ګټې ګواښل کېږي، دوی به دا ګواښ په نښه کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې یوه برخه همدا ده چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

د طالبانو حکومت وايي، د دوی له واکمنېدو وروسته، له افغانستانه نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ پای ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان اسلامي امارت چې کومې ژمنې کړي، په هغې ولاړ دی او وعده کوي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او د امریکا په ګډون د سیمې هېوادونو او د نړۍ پر ضد نه کارول کېږي. اجازه نه ورکوو داسې کسان افغانستان کې و اوسېږي چې هغه د نورو هېوادونو او نړۍ لپاره خطر وي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق وویل، اسلامي امارت چې کومې ژمنې کړي، په هغې ولاړ دی
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمد وثیق وویل، اسلامي امارت چې کومې ژمنې کړي، په هغې ولاړ دی

د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته، په هغو دوو رسمي غونډو کې چې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوي، د متحده ایالاتو د پلاوي د بحث یوه مهمه موضوع همدا وه چې طالبان باید ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې او وايي، د یوې اوږدې جګړې له پای وروسته یې هېواد کولی شي په نورو موضوعاتو تمرکز وکړي.

ښاغلي بلېنکن وال سټریټ ژورنال سره مرکه کې ویلي، د امریکا د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې پای ته رسول او دا ډاډ تر لاسه کول چې دوی د امریکا درېیم نسل هم د جګړې او وژلو لپاره افغانستان ته نه لېږي، دا په خپله د نورو ننګونو په اړه تمرکز او سرچینو ته لار پرانیزي.

هغه زیاته کړې: "هغه څه چې موږ د نورو هېوادونو په اړه پوهېږو چې کېدای شي زموږ لپاره ننګونې هم جوړې کړې، دا دي چې د دوی لپاره بده نه وه چې موږ د پنځو یا هم لسو نورو کلونو لپاره افغانستان کې پاتې شوو. په داسې یو وخت کې موږ تر ټولو یوه اوږده جګړه پای ته ورسوله او اوس کولی شو په نورو شیانو تمرکزو وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

هاخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې افغانستان هېر نه کړي او له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شاه محمود قریشي چې هېواد یې د ډیسمبر په ۱۹مه نېټه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د غونډې کوربه دی وايي، د مرستو بندېدل به د افغانانو لپاره بدې پایلې ولري او ګاونډیان به یې هم اغېزمن کړي.

قریشي زیاته کړه: "په افغانستان کې د هغه څه په اړه چې موږ اندېښمن یوو، که په وخت ورته پام و نه شي، هلته به یو بشري ناورین پیل شي. که هلته ژر بېړنۍ و نه رسېږي او که چېرې د دوی زېرمې کنګل وساتل شي، هلته به یو اقتصادي ناورین او سقوط وزېږوي. "

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې افغانستان هېر نه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې افغانستان هېر نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د افغانستان د بشري ناورین په اړه وویل، دوی مرستې کوي، خو نورې نړۍ په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو لا هم معنی لرونکې مرسته نه ده کړې.

امریکا په افغانستان کې د اوسني بشري او اقتصادي ناورین لاملونه، وچکالي، کلونه کلونه جګړه، په زور د طالبانو واکمني او د یوه معیاري مالي سیسټم نه‌شتون په ګوته کوي او دا هم وايي، طالبانو ته یې ویلي و، که په زور واک ونیسي، نړۍ به پرې مرستې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG