د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۰

د موی تای افغان لوبغاړی د جنوبي افریقا پر وړاندې لوبیږي

یوسف جهانګیر له خپل روزونکي سره
یوسف جهانګیر له خپل روزونکي سره

د موی تای لوبې افغان لوبغاړی یوسف جهانګیر نن د جنوبي افریقا له لوبغاړي سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

جهانګیر د دوشنبې په ورځ د موی تای رزمي لوبو په نړیوال جام کې چې په تایلنډ کې روان دی له خپل سینګاپوري سیاله لوبه وګټله او بل پړاو ته یې لاره وکړه.

علي ظفر عاطفي د دې لوبو یو افغان لوبڅار پرون له تایلنډه ازادي راډیو ته وویل: "زه په دې باور یم چې یوسف جهانګیر به په دې لوبو کې ښه وځلیږي او مډال به ترلاسه کړي، ده په دوه زره نولسم کال کې هم د برنزو میډال ګټلی و."

که جهانګیر نن بریالی شي د پنجشنبې په ورځ به په نیمه پایلوبه کې له یوه قزاقي لوبغاړي سره مسابقه وکړي.

دا لوبې چې د نړۍ څلور نوي لوبغاړو پکې برخه اخیستې ده د یکشنبې په ورځ پیل شوې او د ډسمبر تر لسمې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG