د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس باب مندیز او پنځو نورو ډموکراټ سناتورانو د جوبایډن له ادارې غوښتي چې له ازبیکستاني چارواکو سره په راتلونکو خبرو کې د بشري حقونو پر موضوع ټينګار وکړي.
په دې اړه په یوه لیک کې یادو سناتورانو منلې چې ازبیکستان د بشري حقونو برخه کې یو شمېر پرمختګونه کړي، خو دوی غوښتي چې دغه مرکزي اسیایي هېواد دې د هغو ژمنو سره سم پراخ اصلاحات رامنځته کړي چې ولسمشر شوکت میر ضیایېف کړي وې.
ټاکل شوې ده د امریکا او ازبیکستان استازي د روانې میاشتې په پای کې د ستراتيژیک شراکت مذاکراتو په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي.
یادو سناتورانو ویلي، دا غونډه له ازبیکستان سره د امریکا د اړیکو د یوې بنسټيزې برخې په توګه د بشري حقونو د درناوي لپاره یو ځانګړی فرصت رامنځته کوي.
په خپل لیک کې دغو سناتورانو یوازې د بیان، رسنیو او سیاسي ازادۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته لېږل شوی دا لیک د ماریلنډ سناتور کریس وان هولن، د الینوی سناتور ډيک ډربن، د نیویارک سناتور کرسټن ګیليبرانډ، د اوهایو سناتور شیروډ براون او د ماریلنډ بل سناتور بین کارډن هم لاسلیک کړی دی.
په دې لیک کې راغلي، په ازبیکستان کې پر یو شمېر اصلاحاتو سربېره دا هېواد په نړۍ کې له ځپونکو هېوادونو څخه دی او دا خطر شته چې د وروستۍ لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.
وروسته په لیک کې راغلي: "وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، له ازبیکستان سره زموږ دوه اړخیزې اړیکې زموږ د ګټو او ارزښتونو لپاره نورې هم مهمې شوې دي. په داسې حال کې چې موږ امنیت او د ترورېزم پرضد همکاري زیاتوو، موږ باید په ازبیکستان کې د بشري حقونو پر اهمیت ټينګار وکړو."
دغو سناتورانو د امریکا له ادارې غوښتي چې له تاشکند سره په همکاري دې په ازبیکستان کې په جنايي کوډ کې د اصلاحاتو په برخه کې کار وکړي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان تېره میاشت وویل، په اکتوبر کې د دوهم ځل لپاره د میر ضیایېف بیا ټاکل کېدل او هغه هم په داسې حال کې چې هېڅ مخالف کاندید ته په انتخاباتو کې د برخه اخېستو اجازه نه وه ورکړل شوې، د بشري حقونو برخه کې ښکاره پر شاتګ دی.
پر میرضیايېف وروسته له هغه انتقادونه زیات شول چې تر انتخاباتو مخکې يې د منتقدینو او فعالانو ځپل پیل کړل.
میرضیایېف هڅه کوي چې حکومت یې د پخواني استبدادي مشر اسلام کریموف په څېر نه شي.
ضیايېف یو شمېر اقدامات کړي لکه ازبیکستان یې بهرنۍ پانګونې ته پرانېست، د دې هېواد اړیکې يې له ګاونډيانو سره ښې کړې او پر مذهبي ازادي يې د کریموف د دورې بندیزونه لېرې کړل او همدا راز یې ګڼ سیاسي بندیان خوشې کړل، خو د کریموف په څېر، ضیايېف هم په ازبیکستان کې له سیاسي قدرته ګټه پورته کوي او پر خپلوانو یې تور دی چې له خپل سیاسي نفوذه په ګټه شتمني ټولوي.
د ازادي راډيو ازبیک څانګې د نوومبر په ۲۴مه راپور ورکړ چې په تاشکند کې پولیسو ګڼ مسلمانان اړ ایستل چې خپلې ږیرې وخرېي. د دې اقدام په خاطر پر دغه مرکزي اسیايي سیمه یيز او نړیوال انتقادونه شوي دي.