د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۷

ترکیې او قطر افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو د دوام ژمنه وکړه


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو (چپ) د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو (چپ) د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د خپل هېواد په دریځ بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوحه به له دې هېواد سره د بشري او اقتصادي هڅو د پیاوړتیا لپاره کار ته دوام ورکړي.

هغه په دوحه کې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په یوه ګډه خبري کنفرانس وویل چې قطر به له خپلې متحدې ترکیې او طالب چارواکو سره کار وکړي ترڅو دا مساله یقیني شي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بېرته خپل عادي فعالیت ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل: "موږ پر دې خبرې وکړې چې له افغانانو سره د مرستو لپاره په څه ډول هڅې همغږي کولی شو او هم په دې اړه وغږېدو چې د افغانستان د وضعیت په اړه په څه ډول له نړیوالو ټولنې سره همکاري کولای شو. قطر او ترکیه په دوامداره توګه د افغانستان له موقت حکومت سره کار کوي چې د کابل د هوایي ډګر په اړه یوې موافقې ته سره ورسیږي، څو دغه هوایي ډګر بېرته خپل عادي فعالیت پیل کړي."

ترکیې او قطر د کابل د نړیوال هوایي ډګر چې په اګسټ میاشت کې ورڅخه په لسګونو زره بهرني اتباع او له خطر سره مخ افغانان وایستل شول، د بېرته فعالولو لپاره ځینې اقدامات کړي دي.

د کابل د نړیوال هوایي ډګر بېرته فعالیدل له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ترڅنګ د هغو افغانانانو لپاره هم مهم دي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له طالبانو سره تعامل وکړي او له دې ټولنې یې وغوښتل چې سیاست او بشري مرستې دې سره جلا کړي: "د افغانستان خلک جدي بشري مرستو ته اړتیا لري. نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې له سیاسي انګیزو پرته افغانانو ته دغه بشري مرستې ورسوي. د قطر او ترکیې اقدامات په دې برخه کې باید د نورو لپاره یوه بېلګه وي."

قطر او ترکیې چې په خپلو کې نژدې اړیکې پالي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ د دې هڅه کړې چې نړیواله ټولنه وهڅوي چې له افغانستان سره چې په میلیونونه وګړي یې په را روان سخت ژمي کې له سختو کړاوونو سره مخامخ دي، زیاتې بشري مرستې وکړي.

د ترکیې ـ قطر د ستراتیژیک ډیالوګ د سږنۍ دوه ورځنۍ غونډې مشري د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني کوي چې نن سې شنبې پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG