د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د تېز باولېنګ روزونکي شاون تیټ له خپلې دندې استعفا وکړه.
تیټ چې پخوا د استرالیا د ملي لوبډلې لوبغاړی و، پرون یوه ورځ وروسته له دې استعفا اعلان کړه چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکي لېنس کلسنیر وویل چې د ډسمبر په پای کې د قرارداد له بشپړېدو وروسته نهغواړي چې له دې ټیم سره د روزونکي په توګه کار ته دوام ورکړي.
تیټ د روان ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۵ میاشتو لپاره ګومارل شوی و.
دی د نړیوال شل اووره جام سیالیو په لړ کې د افغانستان له لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې و.
تیټ ویلي چې د افغانستان له لوبډلې سره همکاري سمدستي پای ته رسوي.
ده په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان له لوبډلې په تېره بیا د دغه ټیم له ځوانو باولرانو سره له کارهیې خوند اخیستی او فکر کوي چې افغان لوبغاړي ډېره ښه راتلونکې لري.