د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د ځڼغوزیو سوداګر: د هرکیلو په صادرولو ۴ نیم ډالره لګښت راځي پخوا یو نیم ډالر و


د ځڼغوزو افغان سوداګر
د ځڼغوزو افغان سوداګر

د افغانستان ځڼغوزي چې نړیوال شهرت او کیفیت لري، پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د صادراتو بهیر پڅ شوی او سوداګر په دې برخه کې له ځینو ستونزو شکایت کوي.

یو شمېر دغه سوداګر وايي، د ځڼغوزيو د صادراتو په برخه کې له ټرانسپورټي ستونزو مخ دي.

اویا سلنه ځڼغوزي په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي

دوی وايي، اوس د ځڼغوزیو د هرې کیلو په صادرولو څلور نیمه ډالره لګښت راځي، په داسې حال کې چې په جمهوري نظام کې یو نیم ډالره و.

د ځڼغوزیو یو سوداګر شېر علي ځدران ازادي راډیو ته وویل: "زموږ سوداګرو ستره ستونزه د ټرانسپورټ په برخه کې ده، تېرو کلونو کې به مو چین ته د یو کیلو ځڼغوزیو په صادرولو یو نیم ډالر کرایه ورکوله، خو له بده مرغه سږکال په یوه کیلو ځڼغوزیو څلور نیم ډالر ورکوو."

د ځڼغوزیو یو سوداګر شېر علي ځدران
د ځڼغوزیو یو سوداګر شېر علي ځدران

ښاغلی ځدران، دغه شان ګاونډیو هېوادونو په خانګړي ډول پاکستان ته د افغانستان د ځڼغوزیو د قاچاق خبره هم کوي وايي، له دغو هېوادونو بیا د هغوی په خپل نوم نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې کېږي: "له سل سلنې اویا سلنه ځڼغوزي په قاچاقي توګه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي او بیا د هماغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي، یوازې دېرش سلنه ځڼغوزي اوس مهال چین او ځینو عربي هېوادونو ته په رسمي ډول صادرېږي."

ښاغلی ځدران وایي، په تېرو کلونو کې هوایي دهلېزونو بهر ته د افغانستان د ځڼغوزیو په صادرولو کې د دوی ستونزې تر ډېره هوارې کړې وې او په سوداګرو لګښت هم کم راتلو.

دا په داسې حال کې ده چې د ځڼغوزیو د تولید ټولنه وايي، سږکال د تېر پرتله د ځڼغوزیو حاصلات څو چنده زیات شوي خو دوی هم ورته شکایت لري.

د دې ټولنې مشر یحی خان ځدران ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، سږ کال د ځڼغوزیو د حاصلاتو اندازه تر اولس زره ټنو پورې رسېږي: "د ځڼغوزیو تولیدات له بارانونو او هوا سره تړلي دي، تېرکال مو حاصلات له اتو تر ۱۱ زرو ټنو وه چې په دې کې یوازې څلور زره ټنه په رسمي شمېرو چین ته صادر شوي وو او پاتې نور قاچاق شوي وو، سږکال د ځڼغوزیو حاصلات تقریبا له یوولس زرو تر اولس زرو ټنو پورې دي."

د ځڼغوزیو د صادراتو او قاچاق په اړه داسې مهال شکایتونه کېږي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته د نورو هېوادونو د الوتنو کچه د پام وړ راکمه شوې او یوازې پاکستان، قطر، عربي اماراتو او ځینو نورو نږدې هېوادونو ته محدود پروازونه کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند د ځڼغوزیو صادرات د هېواد په اقتصاد کې مهم او ګټور بولي.

ښاغلی مومند د طالبانو د حکومت له مالیې او کورنیو چارو وزارتونو څخه غواړي چې د ځڼغوزیو د قاچاق په مخنیوي کې همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند د ځڼغوزیو صادرات د هېواد په اقتصاد کې مهم او ګټور بولي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند د ځڼغوزیو صادرات د هېواد په اقتصاد کې مهم او ګټور بولي.

مومند زیاته کړه: "د صادروونکو شکایتونه تر اوسه موږ ته نه دي را رسېدلي، خو پلان دا دی چې سږکال تر لس زرو ټنو ځڼغوزي بهر ته صادر شي، د قاچاق په اړه مو له مالیې او کورنیو چارو وزارت غوښتنه دا ده هغه ځڼغوزي چې پرته له کوم سنده او په قاچاقي ډول بهر ته ځي، د مخنیوي په برخه کې دې له موږ سره پوره همکاري وکړي."

ښاغلی مومند وايي، پخوا به د ځڼغوزیو د صاداراتو په برخه کې دولت سبسایډي ورکوله، خو سږ کال د ځڼغوزو د صادرولو ټولنې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تصمیم ونیو چې دا کار صادرونکي له سبسایډۍ پرته کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا د دغو شکایتونو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل چې د ځڼغوزیو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او د قاچاق د مخنیوي لپاره یې هم دوی هڅې کوي.

دی وايي: "موږ ټولې اسانتیاوې رامنځته کړي، هڅه کوو چې دا صادرات ډېر شي اوس خو یې بیه هم لوړه ده او په چین کې بیا مارکېټ لري او سوداګر یې هلته پلوري دوی ته زیان نه رسېږي ډېره هڅه کوو چې د قاچاق مخه هم ونیسو، په رسمي لارو خو یې هېڅ څوک نه شي قاچاقولی، خو دا ستونزو په غرنیو سیمو کې ده چې موږ ته احوال راځي چې د غرونو له لارې يې ځینې خلک وړي، خو په دې اړه هم موږ په قومي کچه تړون رامنځته کړی چې څوک ځڼغوزي چېرې ونه پلوري."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل چې د ځڼغوزیو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي .
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل چې د ځڼغوزیو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي .

د افغانستان د ځڼغوزیو د سوداګرو او صادرونکو په خبره تېرکال له افغانستان چین ۶۰۰۰ ټنه صادارات شوي وو، خو سږ کال د ۱۵۰۰۰ ټنو د صادراتو خبره کېږي.

په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د هوايي دهلیز له لارې چین ته د ځڼغوزیو صادارات د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه پیل شول چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ د عقرب تر ۲۷ مې نېټه نېټې پورې یې د صاداراتو کچه ۵۵۰ ټنو ته رسېده.

په افغانستان کې د چین سفیر د لړم میاشتې په ۳۰ مه نېټه بیا په خپل ټوېتر ولیکل، تر اوسه له افغانستانه چین ته د ځڼغوزیو لس الوتکو الوتنې کړي او په وینا یې، په هغه هېواد کې د افغانستان د ځڼغوزو بازار دومره ښه دی چې ۲۴ ټنه یې یوازې په څو دقیقو کې پلورل شوي دي.

د افغانستان ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان ځڼغوزي تور الماس بلل او د هوایي دهلېزونو په رامنځته کېدو ډیریو هېوادونو ته دغه حاصلات ورسېدل چې په دې سره د افغانستان ځڼغوزیو نړیوال شهرت وموند.

د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په نړیوال مارکېټ کې هره کیلو ځڼغوزي تر لسو ډالرو او له دې په زیاته بیه پلورل کیږي.

XS
SM
MD
LG