د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د خوست اوسیدونکي د پاسپورټونو د وېش د ژر پیلیدو غوښتنه کوي


خوست کې د پاسپورټ امریت ترمخې انتظار خلک
خوست کې د پاسپورټ امریت ترمخې انتظار خلک

د خوست اوسیدونکي او یو شمېر ویزه لرونکي کسان غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د پاسپورټونو درېدلی بهیر ژر پیل شي.

ویزه لرونکي کسان وايي، که دوی ژر خپل پاسپورټونه ترلاسه نه کړي، نو په عربي هېوادونو کې به خپلې د کار ویزې له لاسه ورکړي.

سره له دې چې دوه اوونۍ مخکې په خوست کې د پاسپورټ امریت بېرته په کار پیل وکړ، خو د یوې اوونۍ له فعالیت وروسته يې د پاسپورټونو د ویش بهیر د اداري او تخنیکي ستونزو له کبله ودرېد.

د نوومبر په ۲۷مه نېټه د دوبۍ یو مساپر سفر خان ازادي راډیو ته وویل، یوه اوونۍ مخکې يې پاسپورټ داخل کړی، بایومیټریک يې شوی او ۶ ورځې وروسته يې د ویزې وخت ختمیږي، خو اوس دلته پاسپورټونه بند شوي دي.

دی وايي، که یوه لار ورته جوړه نه شي، په دوبۍ کې به خپله د کار ویزه له لاسه ورکړي.

د دوبۍ یو بل مساپر نواب خان هم ورته ستونزه یادوي او وايي، په څو راتلونکو ورځو کې يې ویزه او پاسپورټ په ختمیدو دي: "دوبۍ ته روان یو، ویزه مو لګولې ده، ویزه په ختمیدو ده، پاسپورټ خو مو ختم ده، تر دولسمې میاشتې يې اعلان کړی چې ویزه لرونکي دې ورشي، موږ غوښتنه کوو چې د پاسپورټونو په وېش کار پیل شي، څو ژر تر ژره موږه ولاړ شو."

د خوست ډېری اوسیدونکي چې په بهرنیو کې کار روزګار کوي وايي که یوه لار ورته جوړه نه شي، هغه هېوادونو کې د کار ویزه له لاسه ورکوي.
د خوست ډېری اوسیدونکي چې په بهرنیو کې کار روزګار کوي وايي که یوه لار ورته جوړه نه شي، هغه هېوادونو کې د کار ویزه له لاسه ورکوي.

د وړوکي په نوم یو کس وايي، په عربو کې د کار شرکت ورته درې میاشتې رخصتي ورکړې وه، خو اوس له هغې مودې یوه میاشت ډ‌ېره تیره شوه.

دی وايي، د پاسپورټ لپاره بایومټریک او نور اداري کارونه يې خلاص دي، یوازې په پاسپورټ کار پاتې دی.

وړوکي وویل، که تر ۶ میاشتو د دوی رخصتي اوږده شي، نو بیا د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د خوست د پاسپورټ امر مولوي محمد نوروز زاهد وايي، دوی په یوه اوونۍ کې د ۵ زرو کسانو د پاسپورټ اخیستلو قانوني پړاونه ترسره کړل، خو د پاسپورټ ریاست د مکتوبي هدایت له مخې يې کارونه د څو ورځو لپاره وځنډیدل.

ښاغلی زاهد زیاتوي: "د خلکو د ضرورت پر اساس مو په یوه اوونۍ کې د درې میاشتو کار کړی دی، وروسته بیا د پاسپورټ له ریاست څخه مکتوب راغی چې تاسو یو ګډ کمېسیون جوړ کړئ، نو اوس د همدې لپاره کار څو ورځې معطل شوی دی، موږ عریضې څېړو، د زړو عریضو له څېړلو وروسته به بیا کار مخته روانیږي انشاالله."

بل لوري ته خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت بیا د پاسپورټ د بهیر د درېدو لامل د ځای تنګوالی بولي او وايي، دوی د یو داسې ځای په لټه کې دي چې نارینه او ښځینه وو ته په کې د ناستي اسانتیاوې موجودې وي.

نوموړی زیاتوي، دا ستونزه يې د ولایت له والي سره هم سره هم شریکه کړې او په نږدې ورځو کې به هواره شي.

د یادونې وړ ده، په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر ودرېد چې بیا بېرته د روانې نوومبر میاشتې په ۱۳مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې په دې ولایت کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو.

سره له دې چې په خوست کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره هره ورځ تر یو نیم زرو کسانو مراجعه کوله، خو له یوې اونۍ راپه دېخوا د ځینو اداري او تخنیکي ستونزو له کبله دې ولایت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر دریدلی دی.

XS
SM
MD
LG