د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

کرونا؛ امریکا د ۷ افریقايي هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه


جنوبي افریقا
جنوبي افریقا

په جنوبي افریقا کې د کرونا د یوې نوې بڼې له پیدا کېدو وروسته امریکا د دې هېواد او د افریقا د سوېل د ۷ نورو هېوادونو د اتباعو په ورتګ بندیز ولګاوه.

سپینې ماڼۍ پرون ناوخته دا خبر ورکړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیانیه کې وویل: "د یوه احتیاطي ګام په توګه، تر هغو چې زیات معلومات ترلاسه کوي، پر هوایي سفرونو د دغو محدودیتونو دستور ورکوي."

اروپایي ټولنې هم د دغو هېوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه لګولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا دې نوې بڼې ته "اومیکرون" نوم ورکړی دی.

د دغه سازمان په باور، لومړني معلومات یې ښيي چې د ویروس دا بڼه له پخواني هغه ژر د لېږد وړ ده.

د ویروس دا بڼه لومړی جنوبي افریقا کې کشف شوه، خو وروسته د مسافرو له لارې هانګ کانګ، بوتسوانا او اسراییل ته هم ورسېده.

XS
SM
MD
LG