د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

سیمه ییز کارکوونکي: روغو خلکو ته د نشه يي توکو پوهاوی، ټولنه له نشو ساتي


ارشیف، هغه خلک چې د نشه يي توکو په اړه ورته پوهاوی ورکول کیږي.
ارشیف، هغه خلک چې د نشه يي توکو په اړه ورته پوهاوی ورکول کیږي.

په جوزجان ولایت کې د معتادینو د درملنې پنځوس بستريز روغتون ساحوي کار کوونکي سهار وختي په هغو معتادینو پسې راوځي چې په سړه هوا کې د واټونو پر غاړه پراته وي او له کړاوونو ډکه شپه يې سبا کړې وي.

ډېری معتادینو ته له لومړیو وختونو څخه بيا تر اوسه پورې د نشې پرېښودو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي او کورنیو يې هم د درملنې په برخه کې خپل مسووليت پوره نه دی ادا کړی.

د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې پنځوس بستريز روغتون يو ټولنيز کار کوونکی عزت الله مايار وايي، دوی له همدې امله هم معتادینو او هم روغو خلکو ته د نشه يي موادو د زيانونو په اړه پوهاوی ورکوي چې له نشو د لېرېوالي په برخه کې يو له بل سره همکاري وکړي.

په کابل کې د معتادینو مرکز
په کابل کې د معتادینو مرکز

ښاغلي مایار زیاته کړه: "هغه موضوعات چې موږ له عامو خلکو سره بحث ورباندې کوو، له هغو موضوعاتو سره توپير لري چې له معتادینو سره بحث ورباندې کوو. موږ عامو خلکو ته په عمومي ډول د اعتیاد د پروګرام په اړه معلومات ورکوو، دغه ډول د نشه يي موادو د جسمي او رواني زيانونو يادونه ورته کوو، خو بل ملاقات بيا په ساحه کې له معتاد سره لرو، کله چې موږ له معتاد سره خبرې کوو، مجبوره يو هغه ته تشويقي پړاوونه تشريح کړو چې هغه په خپله خوښه د درملنې لپاره په روغتون کې ځان بستري کړي."

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې د نشه يي موادو په زيانونو د معتاد پوهول او هغه د درملنې لپاره راضي کول او چمتو کول خورا ګران پړاو دی، ځکه معتاد که خُمار او یا نشه وي د چا خبرې ته غوږ نه نيسي.

د معتادینو درملنې مرکز کې په نشو روږدي ښځې
د معتادینو درملنې مرکز کې په نشو روږدي ښځې

له همدې امله د نشه يي موادو د زيانونو او درملنې د لارو چارو په اړه روغو خلکو ته پوهاوی ورکول ډېر مهم کار دی، ځکه روغ خلک کولی شي هم خپل ځانونه له نشو څخه وساتي او هم د خپلې کورنۍ معتاد غړي د درملنې لپاره چمتو کړي.

په دې اړه د معتادینو د درملنې د يوه نادولتي مرکز ساحوي کارکوونکې ياسمين ظهوري وايي چې ناسم تبليغات د دې لامل شوي چې اوس معتادین له درملنې څخه ډارېږي، له همدې امله ضروري ده چې د نشې پرېښودلو لپاره معتادینو ته پوهاوی ورکول شي.

نوموړې وايي: "دا ډېره مهمه ده چې له معتاد سره د هغه کورنۍ د نشې په پرېښودلو کې همکاري وکړي، کله چې معتاد نشه پرېږدي بايد پېغور ور نه کړل شي، که پېغور ورکړل شي معتاد بېرته نشو ته مخه کوي، زموږ هدف دا دی چې په کورنۍ او ټولنه کې دا پېغور کم کړو."

معتادین په داسې حال کې د درملنې لپاره هڅول کېږي چې د طالبانو د حکومت له جوړېدو سره په بازار کې نشه يي مواد اسانه نه پيدا کېږي او په ورته وخت کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې امکانات هم ډېر کم شوي دي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG