د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د پولنډ-بېلاروس پر پوله کډوال: پولنډي پوله ساتونکو په زور بېلاروس ته وشړلو


ارشیف، د پولنډ او بېلاروس ترمنځ پوله کې د کډوالو حالت
ارشیف، د پولنډ او بېلاروس ترمنځ پوله کې د کډوالو حالت

په یوه راپور کې چې د نوومبر په ۲۴مه نېټه خپور شو، نیویارک مېشتې د بشري حقونو د څار سازمان د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پر پوله د بندو پاتو خلکو له قوله ویلي چې پولنډي پوله ساتونکو دوی په تاوتریخوالي سره ایستلي او د بېلاروس خوا ته شړلي دي.

راپور زیاته کړې، له پناه غوښتونکو سره د بېلاروس د پولو ساتونکو له خوا تاوتریخوالی، غیرانساني او د سپکاوي چلند معمول و.

د 'HRW' په وینا له اګسټ راهیسې، په زرګونو خلک په ځانګړي توګه د سوریې، عراق او یمن څخه د بېلاروس پلازمېنې مېنسک ته ورغلي او دوی هغو شرکتونو بیولي چې سیلانیانو ته د سفر زمینه برابروي.

د HRW په وینا له اګست راهیسې، په زرګونو خلک، په ځانګړې توګه د سوریې، عراق او یمن څخه د بیلاروس ته ورغلي
د HRW په وینا له اګست راهیسې، په زرګونو خلک، په ځانګړې توګه د سوریې، عراق او یمن څخه د بیلاروس ته ورغلي

د راپور په وینا دغو شرکتونو پناه غوښتونکو ته د درواغو ژمنې ورکړي چې هغوی به اروپايي ټولنې هېوادونو ته ورسوي، خو دوی اوس د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پر پوله بند دي.

اروپايي ټولنه پر مېنسک تور پورې کوي چې پناه غوښتونکي د پولنډ او اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو لېتوانیا او لاتویا لور ته پورې وهي چې د هغو بندیزونو په غبرګون کې اروپايي ټولنه بې ثباته کړي چې تېرکال د اګسټ میاشتې د جنجالي انتخاباتو په پایله کې د استبدادي مشر الکساندر لوکاشینکا د ځپنې په خاطر پر دې هېواد لګېدلي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان د اروپا او منځنۍ اسیا لوړپوړې څیړونکې لیډیا ګال ویلي، په داسې حال کې چې بېلاروس پرته د بشري پایلو په پام کې نیولو سره دا وضعیت رامنځته کړی دی، پولنډ په پوله کې د سختو کړاوونو مسوولیت پر غاړه لري.

اغلې ګال زیاته کړه: "نارینه، ښځې او کوچنیان د څو ورځو یا اونیو لپاره د پولي په اوږدو کې په ساړه موسم کې لکه د توپ په څیر یوې بلې خوا ته پورې راپورې وهل شوي دي. دوی په جدیت سره بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه پرمخ یې د پولې دواړې خواوې بندې دي."

د بیلاروس او پولنډ پوله
د بیلاروس او پولنډ پوله

د بشري حقونو د څار سازمان چارواکو په اکتوبر میاشت کې دواړو هېوادونو ته سفر وکړ او له ۱۹ پناه غوښتونکو سره یې مرکې کړي چې له خوړو او اوبو پرته د ورځو او ان اونیو لپاره په یخ موسم کې په ځنګلونو، خټو او سیندونو کې د تیریدو دردونکې کیسې بیانوي.

د کړکېچ له پیل راهیسې تراوسه په پوله کې ۱۳ کډوال مړه شوي دي.

'HRW' ویلي چې بېلاروس او پولنډ دواړه مکلف دي چې په پوله کې بندو پاتې خلکو ته د بشري مرستو په رسولو سره د نورو مړینو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG