د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

دوحه کې د امریکا او طالب چارواکو ترمنځ پیلېدونکې خبرې به په ۴ ټکو را وڅرخي


ارشیف، دوحه کې امریکايي او طالب چارواکي
ارشیف، دوحه کې امریکايي او طالب چارواکي

راتلونکې اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام‌وېسټ د دوو اوونیو لپاره دوحې ته ځي. د هغه دا ځل سفر یو څه اوږد دی، نو ځکه ښيي چې دا ځل خبرې هم مهمې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وايي، دوی چمتو دي چې له طالبانو سره په عملي ډول د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د دوی ملي ګټې رانغاړي، خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

دی وايي: "زه تاییدوم چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټام وېسټ له طالب مشرانو سره د خبرو په موخه د دوو اوونیو لپاره دوحې ته ولاړ شي. دوی به په افغانستان کې زموږ د مهمو ملي ګټو په اړه خبرې وکړي. په دې کې له ترهګرۍ سره مبارزه، د متحده‌ ایالاتو د اتباعو او د هغو افغانانو چې موږ ته ورته ژمن یوو، خوندي ویستل، بشري مرستې او اقتصادي وضعیت شامل دی. دا به له دوی سره د خبرو لومړیتوب وي."

د ښاغلي وېسټ د دې سفر یوه بله موخه، له خپلو متحدانو او شریکانو سره د یوې داسې تګ‌لارې جوړول دي چې وشي کولی په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت هم د متحده ایالاتو سره د خپلو راپورته شوېو ستونزو د حل لپاره سیاسي او ډپلوماټیکي هڅې تر ټولو منطقي او ښه لار بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبرې ګټورې وبللې او وايي، دوی یې د بریا لپاره ژمنتیا لري.

دی وايي: "دواړه لوري خپلې ژمنې تازه کوي او کوښښ کوو چې پېښې اندېښنې پای ته ورسېږي او د افغانستان د خلکو پانګه هم ازاده شي دا به تر ډېره اقتصادي مسایل هم حل کړي. دویمه خبره دا ده چې د ډپلوماټیکو اړیکو بنسټ کېږدي او دا د دواړو خواوو په ګټه تمامېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

خو هغه څه چې متحده ایالات یې د خپلو ملي ګټو په سر کې بولي، د دې ډاډ تر لاسه کول دي چې افغانستان نور هېڅ‌کله د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټن‌ځای بدل نه‌شي.

متحده‌ایالات اوس‌مهال داعش ـ خراسان څانګه د افغانستان، خپلو شریکانو او د خپلو ملي ګټو لپاره ګواښ بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نېډ پرایس په خبره، دوی د دې ډلې د ماتولو او ځپلو لپاره د نړیوال ایتلاف تر څارنې له خپلو متحدانو او شریکانو سره ګډ کار کوي، څو داعش مالي سرچینو ته له لاس‌رسي محروم کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت داعش ـ خراسان څانګه د افغانستان او ځان لپاره ګواښ نه بولي، خو بیا هم له دوی سره د ټام‌ویسټ د مذاکراتو یوه مهمه برخه ده.

متحده ایالاتو پرون ۴ افغانان د داعش – خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو په تور نړیوال ترهګر ونومول او ترخوا یې د دوی نومونه د ترهګرو په تور‌ نوم‌لړ کې ځای کړي دي.

ثناالله غفاري، سلطان عزیز عزام او مولوي رجب د داعش- خراسان څانګې په مشرتابه کې د دوی د رول په خاطر نړیوال ترهګر نومول شوي او پر عصمت‌الله خلوزي بیا دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو له امله نړیوال بندیزونه لګول شوي.

تازه طالبانو هم د افغانستان ختیځ ننګرهار ته د داعش ډلې د ځپلو لپاره ځانګړي ځواکونه استولي.

د طالبانو د حکومت ویاند که څه هم د دې ځواکونو کره شمېر نه ښيي، خو زیاتوي، دوی هیله‌مند دي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د داعش – خراسان څانګې لمن ور ټوله کړي.

XS
SM
MD
LG