د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

ملګري ملتونه: د یمن ۷کلنه جګړه کې د وژل شوېو کسانو شمېر۳لکه ۷۷۰۰۰ ته رسېږي


یمن کې د یوه جنازې مراسم
یمن کې د یوه جنازې مراسم

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د یمن په اووه کلنه جګړه کې به د روان میلادي کال تر پایه د وژل شوېو شمېر درې لکه ۷۷۰۰۰ ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام 'UNDP' پرون سې شنبه په یوه راپور کې وویل، د دغه شمېر مړینو علت به د جګړې په مستقیمو او غیرمستقیمو عواملو پورې تړلی وي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د دغو مړینو ۶۰ فیصده به د جګړې د غیرمستقیمو عواملو له کبله وي، لکه د پاکو اوبو د نشتوالي، لوږې او ناروغیو له کبله.

د دې ادارې د راپور له مخې، تر را روانې میاشتې به د هغو کسانو شمېر چې په مستقیم ډول د جګړو له کبله وژل شوي، تر یو نیم لکو زیات وي.

یمن کې وسله وال
یمن کې وسله وال

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ۲۰۱۵میلادي کال په لومړیو کې د یمن په جګړه کې ځان دخیل کړ چې د حوثي یاغیانو پر وړاندې په مبارزه کې د یمن د حکومت مرسته وکړي.

حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي، له وړاندې پلازمېنه صنعا او نورې سیمې نیولې وې.

دغه ائتلاف پرون وویل چې وړمه شپه یې د پلازمېنې صنعا هغه سیمه کې چې د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده، د بالستیک میزاییلو د توغولو ساحه په هوايي حملو کې ویجاړه کړې ده.

د المسیره په نوم ټلوېزیون چې په ایران پلوه حوثي یاغیانو پورې د تړلو ډلو له خوا چلول کېږي، ویلي د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په هوايي حملو کې د پلازمېنې یوه استوګنیزه ساحه ویشتل شوې ده.

په همدې حال کې د سعودي عربستان دولتي اژانس په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغه هوايي حملې په صنعا کې پر توجیه وړ پوځي اهدافو شوي دي.

په دې پېښه کې سم د لاسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ملګرو ملتونو تېر کال خبرداری ورکړی و چې یمن د نړۍ په سطحه له سختې قحطۍ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG