د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

د بلخ چارواکي: روانه اوونۍ د وزلوبې سيالۍ ترسره کېږي


کندز کې وزلوبه
کندز کې وزلوبه

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په روانه اوونۍ کې په دغه ولايت کې د وزلوبې سيالۍ د ترسره کېدو خبر ورکوي.

د بلخ د بدني روزنې او ورزش د عامه پوهاوي د برخې مسوول سهراب عثماني نن ازادي راډيو ته وويل چې دا سيالۍ په شمالي ولايتونو کې د وز لوبې ورزش د ودې او د وزلوبې د غوره ليګ سياليو ته د ورزشکارانو د چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.

د ښاغلي عثماني په خبره، په دغو سياليو کې د بلخ له ولسواليو او شمالي ولايتونو څخه لسګونه لوبغاړي ګډون کوي.

د ده په خبره يادې سيالۍ هرکال د هوا په سړېدو سره ترسره کېږي او سږکال به د حاجي مقيم بای د وزلوبې په ميدان کې ترسره شي.

وړاندې له دې په سمنګان او کندز ولايتونو کې هم د وزلوبې سيالي شوې دي.

XS
SM
MD
LG