د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل چې د کرونا ویروس درېیم تقویتي ډوز یا ستنیې ولګوله.
ولسمشر پوتین له دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د کرونا ضد واکسین تقویتي ډوز مې لګولی او په عادي حالت کې یم.
د روسیې ولسمشر په روسیه کې د جوړ شوي واکسین سپوتنیک وي لومړی ډوز په مارچ میاشت کې لګولی و چې په اپرېل میاشت کې یې دوهم ډوز ولګاوه.
په وروستیو اوونیو کې په روسیه کې په کرونا ویروس د ډېر کسانو مړینه او په دې ناروغۍ د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبتېږي.
په روسیه کې چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۴۶ ملیونو ته رسېږي، یوازې ۳۷ فیصده برخه کسان پوره واکسین شوي دي.