د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

اتریش، هالنډ، چک او بریتانیا کې خلکو د کرونا د بندیزونو پرضد مظاهرې کړي


اتریش کې د کرونا د بندیزونو پرضد مظاهرې
اتریش کې د کرونا د بندیزونو پرضد مظاهرې

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو.اېچ.او' په اروپا کې د کرونا د زیاتېدونکو پېښو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

چک او سلواک جمهوریتونه د اروپا هغه هېوادونه دي چې د کرونا ورځنۍ پېښې په کې بې سارې کچې ته لوړي شوي دي.

ځینو اروپایي هېوادونو د دغې وبا د مهارولو لپاره بندیزونه لګولي او یو شمېر نور په ورته لارو چارو غور کوي.

دې ترڅ کې په اتریش کې د نوومبر له ۲۲مې نېټې ورهاخوا عمومي قرنطین یا ټولبند اعلان شوی دی.

د اتریش صدر اعظم الکساندر شالنبرګ په ویانا کې خبریالانو ته وویل، اتریش د لویدیځې اروپا لومړنی هېواد دی چې د کووېډ-۱۹ په خاطر بندیزونه لګوي.

د اتریش صدر اعظم الکساندرشالنبرګ وویل، اتریش د اروپا لومړنی هېواد دی چې د کووېډ-۱۹ په خاطر بندیزونه لګوي.
د اتریش صدر اعظم الکساندرشالنبرګ وویل، اتریش د اروپا لومړنی هېواد دی چې د کووېډ-۱۹ په خاطر بندیزونه لګوي.

دی وايي: "له دوشنبې، یعنې د نوومبر له ۲۲مې د شلو ورځو لپاره عمومي قرنطین یا ټولبند عملي کېږي، له لسو ورځو وروسته به وضعیت ارزول کېږي، حد اکثر د دسمبر په ۱۳مه نېټه به پای ته ورسېږي. د دسمبر له ۱۳مې نېټې وروسته به د هغو کسانو لپاره قرنطین نه وي چې واکسین یې کړی او یا له کرونا روغ شوي دي."

یو شمېر اروپایان بیا له بندیزونو سره موافق نه دي او له څو ورځو راهیسې یې د لګول شویو بندیزونو پر ضد اعتراضونه پیل کړي دي.

تېره ورځ هم د اروپا ځینې هېوادونه د مظاهرو شاهدان وو.

پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د شمېرو له مخې شااوخوا ۷ زره کسان مظاهرو ته راووتل.

په هالنډ کې هم د نوومبر له ۱۲مې نېټې را په دې خوا د نسبي قرنطین پرضد مظاهرې کېږي.

د هالنډ په ځینو ښارونو کې پولیس له مظاهره کوونکو سره نښتي او د هغوی د خورولو لپاره یې هوایي ډزې کړي او د اوبو پایپونه یې پرې ور خوشې کړي.

دې اخ او ډب کې لسګونه کسان نیول شوي او د ۷ پولیسو د ټپي کېدو پخلی هم شوی دی.

د بریتانیا په مرکز لندن کې هم پرون سلګونه کسانو د لګول شوېو بندیزونو پرضد مظاهره وکړه.

دا مظاهره د هغه نړیوال خوځښت په ملاتړ ترسره شوه چې د کرونا له محدودیتونو سره مخالفت کوي.

د چک په پلازمېنه پراګ کې هم زرګونه کسانو وروسته تردې مظاهره وکړه چې حکومت یې وویل، پر هغو کسانو بندیزونه لګوي چې د کرونا واکسین یې نه دی کړی.

په چک جمهوریت کې سر له سبا هغه کسان فرهنګی او ورزشي غونډو، رسټورانونو، بارونو، سینما او نندارو ته نه شي تللی چې واکسین یې نه وي کړی.

دغلته د نوومبر په ۱۹مه نېټه د کرونا ۲۲۴۷۹ پېښې ثبت شوې چې په ورځنۍ کچه دا شمېرې د وبا له پيله تراوسه ډېرې لوړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپا کې د کرونا پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، که بیړني اقدامات ونه شي، ممکن تر راتلونکي پسرلي پنځه لکه نور کسان د اروپا دننه په کورونا مړه شي.

XS
SM
MD
LG