د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

متحده عربي اماراتو بېرته کابل کې خپل سفارت پرانیست


 د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار

طالبان وایي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو له خوا په کابل کې د سفارتونو بیا پرانیسته د دوی حکومت ته د مشروعیت ورکولو ګامونه دي.

دې ترڅ کې پرون شنبه متحده عربي اماراتو کابل کې خپل سفارت پرانیست.

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی او لیکلي یې دي 'امارات او افغانستان پخوانۍ ښې اړیکې لري، باید لا غښتلې او پياوړی شي."

بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون شنبه د مالیزیا ( Bernama) خبري شبکې ته ویلي، جرمني به هم همدا اوونۍ کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

کابل کې د جرمني سفارت د پرانیستو خبره داسې مهال کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړو استازو جاسپر وايک او ارنيل ديبونټ او کابل لپاره د جرمني سفیر مارکس پوتزل د طالبانو له استازو سره وکتل.

ښاغلي متقي ویلي، پر جرمني سربیره ایټالیا او ترکیه هم د سفارتونو د پرانیستو نیت لري او په خبره یې پاکستان، ایران، ترکمنستان او قزاقستان له مخکې سفارتونه پرانیستي دي.

تېره اوونۍ امریکا له قطر سره داسې موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې دوحه کابل کې سفارت پرانیزي او د امریکا د استازولۍ څانګه به هم په کې وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته وویل، حکومت یې هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ او کونسلګرۍ هم فعاله کړي.

مجاهد وايي: "د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له اکثرو سفارتونو سره په تماس کې ده، هغوی ته ویل شوي چې هماغه سفیر او پرسونل دې خپل کار ته دوام ورکوي، د پاسپورټونو موضوع ده، د خلکو د ویزو موضوع ده او نور هغه اړوند موضوعات چې نورو هېوادونو کې افغانان ورسره مخامخ دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د مجاهد په خبره، دوی به ځینو سفارتونو ته نوي ډپلوماتان ورمعرفي کړي او په یو شمېر نورو کې به پخواني هغه او ټیمونه یې خپل کار ته دوام ورکوي.

تراوسه یوازې پاکستان کې د طالبانو له خوا استول شوي ډپلوماتیک ټیم د افغانستان سفارت کې کار پيل کړی او په نورو یو شمېر هېوادونو کې د پخواني حکومت ډپلوماتان لا فعالیت لري.

طالبان وایي، حکومت یې ټول شرطونه پوره کړي چې نړیوال یې باید په رسمیت وپیژني، خو په نړیواله کچه لا هم هېوادونه دې چارې ته زړه نا زړه دي او یوه هېواد هم تراوسه په زغرده د طالبانو د رسمیت پیژندلو اعلان نه دی کړی.

دې ډله کې تازه د امریکا د کانګرس دوو جمهوري غوښتونکو غړو سناتور لیدسي ګراهام او د استازو جرګې غړي مایکل والټز ویلي، د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پیژندل شي.

دوی د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ته په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې پولیټیکو وېب پاڼې خپره کړې ویلي: "افغان طالبانو د مېرمنو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي، د امریکا او ناټو پخواني همکاران یې تعقیب کړي او وژلي، د بیان ازادي‌ او مطبوعات یې ځپلي او د القاعده او حقاني شبکې په شان بهرنیو ترهګرو سازمانونو سره یې خپل روابط ټینګ کړي دي. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، افغان طالبانو د مېرمنو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، افغان طالبانو د مېرمنو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي

طالبان بیا د ښځو د تعلیم او نورو حقونو ټینګښت ته ځان ژمن بولي او وایي، دوی په یوشمېر ولایتونو کې د نجونې منځنۍ او لیسې ښونځي پرانستي او نورو ولایتونو کې به هم دا بهیر پلی کړي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي، له نړیوالو ترهګرو سره هیڅ ډول اړیکې نه پالي او په خبره یې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش په وړاندې يې هم عملیات پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG