د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

جاپان له کرونا د زیانمن اقتصاد سمولو لپاره ۴۹۰ میلیارده ډالره بودجه اعلان کړه


ارشیف، جاپان کې د سهامو یو مارکېټ
ارشیف، جاپان کې د سهامو یو مارکېټ

د جاپان حکومت له کرونا وبا د زیانمن اقتصاد د سمولو لپاره د لګښتونو ۴۹۰ میلیارده ډالریزه بودجه اعلان کړه.

دا له تېر کاله چې کرونا په‌کې اوج ته ورسېده د لګښتونو د پوره کولو لپاره د جاپان درېیمه مالي بسته ده.

د جاپان صدراعظم فومیو کېشیدا د لګښتونو لپاره د بودجې د اعلان پر مهال وویل چې دا پيسې د جاپان خلکو ته د خوندیتوب او هیلې د حس د ورکولو لپاره کافي دي.

د لګښتونو لپاره په دې جلا شویو پیسو سره به د یو لړ اقداماتو لار هواره شي ځکه جاپان له هغه څه چې اټکل‌یې کاوه ډېر د 'کووېډ-۱۹' په وروستنۍ څپه کې زیانمن شوی او سوداګرۍ په‌کې اغېزمنې شوي.

جاپان داسې وخت په دومره لویه اندازه د لګښتونو لپاره بودجه ځانګړې کړې چې وروستۍ څو میاشتې د ډېرو خلکو په واکسینېدو سره د 'کووېډ-۱۹' مثبتې پېښې تر ډېره بریده کمې شوي.

خو منتقدین بیا د جاپان د حکومت دا کار د پیسو ضایع کول یاد کړي ځکه د دوی په باور یو شمېر لویو اقتصادونو د 'کووېډ-۱۹' په خاطر ځانګړې شوې بودجې او مالي پالېسیانې ورو ورو بېرته ټولې کړي.

XS
SM
MD
LG