د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۲

اردن: د ایران د ښځینه فوټبالرانو د ګول ساتونکي قضیه دې وڅیړل شي

د ایران ښځینه فوټبالرانې
د ایران ښځینه فوټبالرانې

اردن د فوټبال له اسیايي فدارسیون څخه غوښتي چې د ایران د ښځینه لوبغاړو د ګول ساتونکي قضیه وڅېړي.

د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون ویلي، د اسیا فوټبال فدراسیون باید د ایران د ښځنیه لوبغاړو د ګول ساتونکي د جنسیت په اړه پلټنې وکړي او پایلې یې شریکې کړي.

د اردن د فوټبال فدراسیون مشر په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، داسې ښکاري چې د ایران ښځینه لوبډلې ګول ساتونکی نارینه دی.

خو د ایران د ښځو د فوټبال لوبډلې روزونکې مریم ایران دوست بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

د ایران د ښځو د فوټبال لوبډلې د میزان په پنځمه نېټه اردن سره له کوم ګول پرته لوبه مساوي پای ته ورسوله، خو د پینالټۍ په شوټونو کې یې ۴ د ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه او اسیا جام لوبو ته یې چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ترسره کېږي لاره پیدا کړه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG