جرمني په بې ساري توګه د کرونا ویروس له نوېو پېښو سره مخامخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله اروپا کې هېوادونه د دغه ویروس د نوې څپې په وړاندې پر سختو اقداماتو غور کوي.
د جرمني د 'ډي. پي. اې' خبري اژانس د راپور له مخې په جرمني کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۲۳ زره او شپږ سوو زیاتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۴۳ مړه شوي دي.
په اتریش کې پر هغو کسانو چې د کرونا پر وړاندې نه دي واکسین شوي، محدودیت وضع شوی دی.
په فرانسه کې ماسک اغوستل اجباري شوي او دې هېواد ته د هغو هېوادونو پر اتباعو چې د کرونا پېښې په کې زیاتې شوي، د ننوتو سخت شرایط وضع شوي دي.