د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

'WFP': راروان سخت ژمي کې افغانان یوازې نه پرېږدو، اړو کسانو سره مرستې کوو


ارشیف، کندهار کې ځینو اړمنو کسانو سره د 'WFP' له خوا مرسته شوې.
ارشیف، کندهار کې ځینو اړمنو کسانو سره د 'WFP' له خوا مرسته شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'WFP' وایي، د افغانستان اقتصاد د دړې وړې کېدو په حال کې دی او په داسې حال کې چې ژمی را روان دی، په دې هېواد کې لوږه هم په زیاتېدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام دا خبره پرون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د دې پروګرام خواړه به د هغو میلیونونو افغان کورنیو د ژغورنې یوازینۍ لاره وي چې را روان ژمی له لوږې سره مخامخ دي.

WFP ویلي، دوی نه شي کولی چې دغه اړ کسان ناهیلې کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په دې وروستیو کې په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې په را روان ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو د کموالي له جدي خطر سره مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز ویلي چې شااوخوا ۹۵ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري او له دې ډلې نژدې نهه میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخامخ دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان یا 'IOM' هم له اړو افغانانو سره د مرستو د دوام ورته ژمنه کړې او پرون یې په یوه ټویټ کې ویلي، هغو په میلیونونو کسانو ته به چې د افغانستان په لوړو او غرنیو سیمو کې اوسيږي او د هوا په سړېدو سره یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، د راتلونکي ژمي لپاره د ژغورنې وسایل ورسوي.

'IOM' په تېره د هغو کسانو ژوند ستونزمن بللی چې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي او وایي، ټیمونه یې د هستوګنې له هغو ګڼ مېشتو سیمو څخه کتنو ته دوام ورکوي چې ورته تګ ستونزمن دی.

'IOM' وایي، نژدې شپږ میلیونه افغانان د جګړو او طبیعي پېښو او نورو ستونزو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي.

دغه نړیوال سازمان وایي، په دې هېواد کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره زیات څه ته اړتیا چې باید وشي.

افغانستان چې په پخواني حکومت کې تر ډېره د نړیوالو په مالي مرستو متکي و، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا هېواد له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخامخ دی.

اکثره افغانان له خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سرټکوي.

د ازادي راډیو اکثرو اورېدونکو هم دغه ستونزه تل له راډیو سره شریکه کړې.

'IOM' وایي، نژدې شپږ میلیونه افغانان د جګړو او طبیعي پېښو او نورو ستونزو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي.
'IOM' وایي، نژدې شپږ میلیونه افغانان د جګړو او طبیعي پېښو او نورو ستونزو له امله په هېواد کې دننه بې ځایه شوي.

په افغانستان کې له اړو کسانو سره د نړیوالو ادارو پر مرستو سربېره دغه راز د سیمې د هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم تر اوسه د خوړو، روغتیایي موادو او ژمنیو وسایلو مرستې کړې دي.

په دې ترڅ کې په پام کې ده چې د هند پنځوس زره ټنه غنم به د پاکستان له لارې افغانستان ته ورسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت ویاند سید سلیمان شاه ظهیر ويلي چې اسلام اباد نوي ډیلي ته اجازه ورکړې چې کولی شي دغه مرسته له واګه بندره د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره له کتنې وروسته د نوومبر په دولسمه په یوه بیان کې ویلي و چې د پاکستان له لارې د هند د دغې مرستې د لېږدولو لپاره به د خپلو افغان وروڼو پر غوښتنې غور وکړي.

اسلام اباد نوي ډیلي ته اجازه ورکړې چې کولی شي دغه مرسته له واګه بندره د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدي.
اسلام اباد نوي ډیلي ته اجازه ورکړې چې کولی شي دغه مرسته له واګه بندره د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدي.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا به له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د نوي ډیلي لومړنی مرسته وي چې له افغانستان سره یې کوي.

پاکستان، ایران، قطر، متحده عربي اماراتو او د منځنۍ اسیا د سیمې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو تر اوسه له افغانستان سره د خوړو، روغتیایي موادو او نورو اړینو وسایلو د په زرګونو ټنو مرستې کړي دي.

ډېرو نړیوالو ادارو او سازمانونو خبرداری ورکړی چې که په را روان سخت ژمي کې له افغانستان سره مرسته ونه شي نو به په دې هېواد کې یوه بشري غمیزه رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG