د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

اروپا بیا د کرونا د وبا په اصلي مرکز د بدلېدو په حال کې ده


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

اروپا یو ځل بیا د کرونا د وبا په اصلي مرکز د بدلېدو په حال کې ده او د دې لویې وچې ځینو هېوادونو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مواردو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

د کرونا ضد واکسین له نسبتاً پراخ تطبیق او ښه روغتیايي سیسټم سره-سره د اکتوبر میاشتې له پیله په اروپا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او اوس هغې کچې ته رسېدلی چې د دې وبا په پیل کې لا نه و، لیدل شوی.

په تېرو اوو ورځو کې په اروپايي هېوادونو کې له ۲،۱ میلیون زیات نوي موارد ثبت شوي چې د تېر کال د نوومبر د لومړۍ اوونۍ له شمېره اوښتي دي.

په دې وروستیو کې د اروپا پنځو هېوادونو- بریتانیا، جرمني، روسیې، ترکیې او اوکراین د کووېډ-۱۹ په مثبتو مواردو کې پنځوس سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي دي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو په شمېر کې هم لس سلنه زیاتوالی راغلی او شمېر یې اوس په متوسط ډول په ورځ کې څلور زره کسانو ته رسېږي.

روغتیايي کارپوهان وايي، د مثبتو مواردو او د مړینو په شمېر کې د زیاتوالي علت تر ډېره د کرونا ډېلتا بڼه ده چې په چټکۍ سره خپرېږي.

XS
SM
MD
LG