د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

طالبان: خپلو طالب ځواکونو ته نوي یونیفورمونه جوړوو، دا شته لنډمهاله دي


کابل کې یو وسله وال طالب
کابل کې یو وسله وال طالب

د افغانستان پلازمېنه، کابل نېږدې درې میاشتې مخکې د طالبانو لاسته پرېوت، په لومړیو ورځو کې د دوی وسله وال په ښار او واټونو کې کم لیدل کېدل، خو کابل ښاریان وايي، دا ورځې یې شمېر ډېر شوی دی.

  • په کومه بڼه؟

د ازادي راډیو یو تن خبریال چې د کابل د کارته نو د سیمې خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي: "د پولیسو شین رینجر موټر و چې شاته په کې سپاره څلور کسان چې وسلې ورسره وې ټول ملکي جامو کې وو تیر شول، یعنې کمیس او پرتوګ سره وه، مخکې هم چې کوم کسان ناست وو، دا هم ملکي جامو کې وه."

  • ټول ښار کې وضعیت همدا ډول دی او طالب وسله وال ټول بې یونیفورمه دي؟

د ازادي راډیو بل خبریال د کابل د عبدالحق څلور لاري کې خپل د سترګو لیدلی حال وايي: "دې څلوري لاري کې ولاړ وسله لرونکي طالبان یو ډول یونیفورم لري، تقریباً پخوانیو ځواکونو ته ورته، خو بڼه یې یو څه بدله ده، لمن داره کمېسیونه له پتلونونو سره، ځینې نور بیا چې په موټرو کې ګرځي دوی بیا جمپرونه او پتلونونه لري، سم لکه د پخوانيو کوماندویان."

په ټوله کې د طالب وسله والو د یونیفورم نه شتون، یا د یوشان یونیفورم نه درلودل، هغه موضوع ده چې کابل ښاریان یې اندېښمن کړي دي.

کابل کې یو وسله وال طالب
کابل کې یو وسله وال طالب

دوی وايي، د ښاري نظم د ګډوډېدو ترڅنګ هر څوک د طالب له نومه په استفادي سره خلکو ته سرخوږی جوړولی شي چې خپله طالبانو هم مخکې تردې په دې خبره په یو ډول اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د خپلو لیکو تصفیه یې پیل کړې ده.

د کابل ښار اوسېدونکی محي الدین وايي، روان وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی: "په دې حالت کې طالب او غیر طالب نه معلومېږي. نو که دوی ته یو منظم یونیفورم جوړ شي او لیکې یې منظمې شي، خلک به خپل دولت پېژني، خو که دا شان ګډوډي وي، دا د ملت په تاوان ده او په خپله د نظام په تاوان هم ده."

د کابل ښار بل اوسېدونکی سید اکبر بیا وايي، دا ستونزه یوازې کابل نه بلکې په نورو ښارونو کې هم ده: "له بده مرغه نن سبا نه یوازې کابل کې نه بلکې ټولو لویو ښارونو کې، د طالبانو امنیتي برخه معلومه نه ده او یونیفورم نه لري. که تاسې وګورئ د یو طالب او غیر مسوول وسله وال تر منځ به توپیر ونه شئ کولی. ښه به دا وي چې دوی ته یو ځانګړی یونیفورم وټاکل شي چې دا به په ټولنه کې د نظم او امن له راوستلو سره ډېره مرسته وکړي."

طالب چارواکي بیا وايي، خپلو ځواکونو ته په یونیفوروم جوړولو کار کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا مهال هم چې یو شمېر طالب ځواکونه یونیفورم لري دا مؤقتي دي او دوی به خپلو بېلابېلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مختلف ډول یونیفورمونه جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي د طالب ځواکونو اوسنی یونیفورم موقتی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي د طالب ځواکونو اوسنی یونیفورم موقتی دی.

مجاهد زیاتوي: "یونیفورم ضرور دی، انشاالله چې زموږ امنیتي ځواکونو به ټول یونیفورم ترتیب کړي، په دې باندې کار روان دی او دا اوسني چې ورنه استفاده کوو دا مؤقتي یونیفورمونه دي، ټول پنځه ارګانونه دي چې کیدای شي جوړ شي، خاص ځواکونه ځانګړي ځواکونه، عادي ځواکونه دي د اردو، امنیتي پولیس دي او د استخبارتو ځواکونه دي، جلا جلا کېدای شي یونیفورمونه ولري."

خو ښاغلی مجاهد دا نه وايي چې طالب وسله وال به ټول کله په یونیفورم شي؟

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني حکومت، خپلو بېلابېلو امنیتي او دفاعي بنستونو ته ځانګړي یونیفورمونه درلودل.

خو هغه مهال یاد یونیفورمونه په بازارونو کې هم موندل کېدل چې د وخت د حکومت وسله والو مخالفینو ترې په استفادې بېلابېل بریدونه هم کړي وو.

ورسته بیا یو شمېر دا بازارونه د هغه مهال د حکومت له خوا وتړل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال شاه محمود میاخېل د یو نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د یونیفورم درلودل مهم بولي، خو د کنټرول په مېکانېزم یې هم ټینګار کوي.

دی وايي: "د یو نظام لپاره یونیفورم درلودل، په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ډېر مهم دی، څکه چې ډسپلین رامنځته کوي، خو ستونزه په افغانستان کې دا ده چې دغه یونیفورمونه جعلي هم جوړېږي او خلک یې د بازار نه هم لاسته راوړلی شي نو له یونیفورم سره د هغې د کنټرول مېکانېزم هم ډېر مهم دی چې څوک ورنه سوً استفاده ونه کړي."

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال شاه محمود میاخېل د یو نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د یونیفورم درلودل مهم بولي
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال شاه محمود میاخېل د یو نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د یونیفورم درلودل مهم بولي

د یادونې وړ ده چې تېر جمهوري نظام که څه هم خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړي یونیفورمونه درلودل، خو ډېر ځله د دغه یونیفورم د اغوستلو او ورنه د استفادې پر څرنګوالي نیوکې هم کېدې.

په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو به وخت په وخت په دې اړه لیکنې او تصویرونه خپرول، خو دغه هېواد کې د مجاهدینو تر واکمنېدو دمخه یعنې له ۱۳۷۱ دمخه جمهوري نظام بیا د کابل ګارنیزیون پورې اړوند د ښاري انضباط په نوم ځانګړي ځواکونه درلودل چې د نظامیانو یونیفورم یې اغوستل او ورنه د استفادې ډسپلین او اصول یې کنټرولول.

ان ډېر ځله لیدل شوي وو چې د انضباطانو له خوا د ښار په واټونو لوړ رتبه افسران هم د عسکري قانون او ډسپلین خلاف یونیفورم اغوستلو له امله درول شوي او سرغړونې یې ورته په ګوته شوې وې.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:16 0:00

XS
SM
MD
LG