د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

امریکا: قطر په افغانستان کې زموږ د ګټو ساتنه او استازیتوب کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، قطر منلې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې به د متحدو ایالاتونو د ګټو ساتونکی وي.

له دې موافقې څخه اټکل کېدای شي چې ښايي متحدایالات په افغانستان کې خپل سفارت په نژدې راتلونکي کې نه فعالوي.

ښاغلي بلېنکن چې پرون جمعه (د لړم ۲۱مه) په واشنګټن کې د دې موافقې د لاسلیک په مراسمو کې د خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني کوربه و، د هغو دوو موافقو پر څرنګوالي خبرې وکړې چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې په خپلو کې د همکارۍ په برخه کې لاسلیک کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ده وویل: "لومړۍ موافقه قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتونکی یادوي. قطر به په کابل کې په خپل سفارت کې د امریکا د ګټو ځانګړې څانګه پرانیزي، څو خاص قونسلي خدمات وړاندې کړي او په افغانستان کې د متحدوایالاتونو د ډپلوماتیکو تاسیساتو د امنیت پر وضعیت څار وکړي. دوهمه موافقه زموږ او د قطر ترمنځ هغه مشارکت بیانوي چې امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو لرونکو افغانانو لپاره د سفر چارې سمبالوي."

متحدوایالاتونو د تېر اګسټ په پای کې په کابل کې خپل سفارت چې ویل کېدل په نړۍ کې د امریکا تر ټولو لوی ډپلوماتیک ماموریت و، بند کړ او وروسته یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې سفارت څو برخې فعالې کړې.

متحدایالاتونو په هغو هېوادونو کې چې ډپلوماتیکه استازولي نه لري، د ګټو د ساتنې څو نورې موافقې هم لاسلیک کړي دي. د مثال په ډول د ایران په برخه کې له سویس سره، د شمالي کوریا په برخه کې له سویډن او د سوریې په برخه کې له چک جمهوریت سره د ګټو د ساتنې موافقې لري.

قطر له څو کلونو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې شوی او همدا راز پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې له افغانستانه د امریکايي وګړو او نورو د اېستلو په چاره کې مهم رول ولوباوه.

قطر له څو کلونو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې شوی
قطر له څو کلونو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې شوی

متحدوایالاتونو ویلي دي چې تراوسه یې شااوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستلي چې په دې ډله کې امریکايي وګړي، د امریکا د دایمي ویزو یا ګرین کارت لرونکي او هغه افغانان شامل دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې ژوند په خطر کې دی.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکن وویل، له دې خلکو څخه څه باندې نیمايي یې د قطر په مرسته او د دې هېواد له لارې د متحدو ایالاتونو پوځي اډو او یا له دوحې څخه په چارتر یا ځانګړو الوتنو کې بهر ته ایستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG