د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د ترویکا پلس غونډه: طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي


پاکستان: نړۍ باید له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

پاکستان: نړۍ باید له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي

د ترویکا پلس یوه ورځنۍ غونډه په افغانستان کې په ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت باندې څرخېده او ګډونوالو یې د دغه هېواد پر وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازیو پنجشنبه په اسلام اباد کې دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

دوی له افغانانو په ملاتړ باندې ټينګار وکړ. همدا راز د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې پر طالبانو هم غږ شوی چې له خپلو افغان هېوادوالو سره د یوه داسې جامع حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي چې د ګډونوالو په وینا ښځو ته په ټولو برخو کې د ګډون مساوي حقونه ورکړي.

د ترویکا پلس په غونډه کې ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې د ښځو او نجونو لپاره د بشپړو او مساوي زده کړو د برابرولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

اوس مهال د افغانستان له څو محدودو ولایتونو پرته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه شي تللی او په دولتي ادارو کې هم ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو ویلي چې دوی د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته درناوی کوي او په یوه داسې مېکانیزم کار کوي چې د دوی په وینا په هېواد کې د ټولو نجونو لپاره د تعلیم زمینه برابره شي.

د اګسټ په ۱۵مه نېټه د طالبانو لاسته د کابل له سقوط وروسته دا د ترویکا پلس لومړۍ غونډه وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د غونډې په پیل کې خبرداری ورکړ چې افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.

دی وايي:"له افغانستان سره تعامل باید نه یوازې دا چې دوام وکړي، بلکې باید د څو دلایلو له مخې پیاوړی شي. هېڅوک نه غواړي چې کورنۍ جګړې ته بېرته راستانه شي، هېڅوک اقتصادي سقوط چې بې ثباتې رامنځته کوي نه غواړي. ټول غواړي چې په افغانستان کې دننه د ترهګرو عناصرو سره په اغېزمنه توګه مقابله وشي او موږ ټول غواړو چې د کډوالو د نوي کړکېچ مخه ونیسو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي چې پاکستان ته تللی، د ترویکا پلس په غونډه کې ګډون نه و کړی، خو د غونډې ګډونوالو له هغه او د هغه له ملګرو سره وکتل.

ښاغلي متقي په دې اړه وویل: "د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ما او زما مل پلاوي د چین، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او روسیې له استازو او د ترویکا پلس له ګډونوالو سره وکتل، د سیاسي او بشري مسالو، د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو او همدارنګه په امنیتي مسایلو مو په تفصیل سره خبرې وکړې."

هغه دا خبرې په یوه غږیز پیغام کې کړي چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټویټر خپور کړی.

امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون په ټویټر لیکلي چې د ده په خبره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او ورسره ملګري پلاوي ته یې ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به هر ډول ممکنه بشري مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه چې یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په افغانستان کې د یوه ستر بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

هاخوا، د بشري حقونو د څار سازمان، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې په افغانستان کې د "پراخې لوږې" د مخنیوي لپاره سمدستي لاس په کار شي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د ملاتړ د څانګې رییس جان سیفټن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، په افغانستان کې اقتصاد او ټولنیز خدمتونه له ماتې سره مخ دي او په ټول هېواد کې افغانان له سختې لوږې کړېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام 'ډبلیو.اېف.پي' اجراییوي رییس ډیویډ بېسلي هم پرون وویل چې دوی د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر چټک کړی دی.

د هغه په وينا، په دغه هېواد کې ٢٢ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG