د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۶

د 'امن جام' فوټبال سیالۍ؛کابل کې نن دوه لوبې ترسره کېږي


په کابل کې د امن جام په نوم د فوټبال سیالۍ
په کابل کې د امن جام په نوم د فوټبال سیالۍ

په کابل کې د ( امن جام ) په نوم فوټبال سیالیو په لړ کې نن هم دوه لوبې کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې لومړۍ لوبه نن ۱۲ نیمې بجې د اباسین څپې او میوند اتلانو ترمنځ کېږي.

دویمه لوبه ماسپښین مهال په دوو بجو او لسو دقیقو د سیمرغ البرز او شاهین اسمایي د لوبډلو ترمنځ پلان شوې ده.

پرون هم دې جام کې دوه سیالۍ وشوې چې شاهین اسمایي او توپان هریردو مساوي شول، خو په بله لوبه کې سیمرغ البرز عقابان هندوکش لوبډلې ته ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG