څارنوالان د جرمني په جنوب کې په یوه تېز رفتار رېل کې د چړو په ګوزارونو د مسافرو ټپیانول، ترهګریز عمل نهدی بللی.
د جرمني د جنايي څېړنو مشرې سابین نایګل پرون د جرمني د جنوبي ایالت په نومارکېټ ښارګوټي کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې حملې تر شا د اسلامي سختدریځو ډلو د لاس لرلو هېڅ نښه نهلیدل کېږي.
د تېز رفتاره رېل ګاډي په مسافرو د چاقو په حمله کې څلور مسافر ژوبل شوي دي.
دا پېښه د شنبې په سهار شوې چې په تړاو یې یو ۲۷ کلن سوریایي وګړی نیول شوی دی.
د جرمني «DPA» خبري اژانس د پولیسو له قوله ویلي، داسې شواهد نهشته چې وښيي بریدګر دې نور ملګري هم لرلي وي.
لوړپوړي ملکي څارنوال ګرهارد نیوهوف روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې څېړنو ښودلې چې دغه بریدګر رواني ستونزه درلوده.
ویل کېږي چې تورن به د څارنوالۍ په غوښتنه د رواني ناروغیو په روغتون کې بستر شي.
د جرمني د پولیسو مرستیال توماس شونیګر وویل، د برید په تور نیول شوی سړی د سوریې تبعه دی چې لومړی یې پر یوه ۲۶ کلن مسافر برید وکړ او سر یې سخت ورژوبل کړ.
هغه وروسته په یو بل ۶۰ کلن مسافر حمله وکړه، یو بل ۶۰ کلن سړی یې هم ټپي کړ او بیا یې یو ۳۹ کلن سړی په بدن کې په چړو وواهه.
پوليس وايي چې دوه ټپيان لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د پولیسو په وینا، په رېل کې سپرو مسافرو بریدګر ودراوه او له پولیسو سرهیې اړیکه ونیوله. شکمن کس له کوم مقاومت پرته ځان پولیسو ته تسلیم کړ.
امنیتي سرچینې وايي، شکمن وروستی ځل له اتریش سره پولې ته څېرمه اوسېده.
د جون په میاشت کې هم د جرمني په جنوب کې یوه بریدګر د چاقوګانو په ضربو سره درې تنه ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
دا پېښه د شنبې په سهار شوې چې په تړاو یې یو ۲۷ کلن سوریایي وګړی نیول شوی دی.