د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

طالبان: د تاجکستان په ګډون ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو


د تاجکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله

د طالبانو حکومت د نړۍ د هېوادونو له خوا د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره د هڅو په دوام وايي، د تاجکستان په ګډون د افغانستان له ټولو ګاونديو هېوادونو سره، ښه اړیکې پالل غواړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، ازادي راډیو ته وویل، ښه همکاري د سیمې په امنیت نېغ په نېغه اغیز لري او دوی غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو سره، په سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو بېلابیلو برخو کې ښه همکاري ولري.

مجاهد زیاتوي: "د اسلامي امارت درېځ دا دی چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري، غواړي چې ټولو سره همکار واوسي، په اقتصادي برخه کې، د راکړې ورکړې په برخه کې، ټرانزیټ او د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې چې دا د سیمې په امنیت هم اغېز لري، خصوصاً له تاجکستان سره ښه اړیکې غواړي هم د سوداګرۍ په برخه کې او هم په نورو برخو کې چې دوی اندېښنې لري."

ذبیح الله مجاهد وایي، ښه همکاري د سیمې په امنیت نیغ په نیغه اغیز لري
ذبیح الله مجاهد وایي، ښه همکاري د سیمې په امنیت نیغ په نیغه اغیز لري

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له تاجکستان پرته د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو په یو ډول د طالبانو له حکومت سره اړیکې پالل پیل کړي او د حکومتونو د چارواکو ترمنځ تګ راتګ هم شوی دی.

خو تاجکستان بیا د طالبانو له حکومت سره له هر ډول اړیکې پاللو ډده کړې او وخت ناوخته د هغه هېواد جمهور رئیس د طالبانو پر حکومت نیوکې او انتقادونه هم کړي دي.

امام علي رحمان مخکې په وار-وار ویلي، افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت ملاتړ کوي، کوم چې د دغه په خبره د انتخاباتو پر بنسټ رامنځته شوی وي او همدا شان یو حکومت به رسمیت وپېژني.

امام علي رحمان ویلي، په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت ملاتړ کوي
امام علي رحمان ویلي، په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت ملاتړ کوي

دغه شان ښاغلي رحمان، له افغانستانه د ممکنه خطرونو په ځانګړي ډول، افغانستان سره د ګډو پولو په اوږدو کې د امنیت په اړه هم په ځلونو اندېښنه ښودلې ده.

خو ښاغلی مجاهد ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته هېڅ ډول خطر نشته.

مجاهد د دې ترڅنګ، له تاجکستانه هم غواړي چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي او په خبره یې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

تاجکستان له افغانستان سره له ۱۳۵۷ کیلو مټرو اوږده پوله لري.

د تاجکستان د حکومت د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ ، سږ زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د سېپټمبر میاشتې تر پایه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه-ورکړه ۷۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې وه چې دا د تېر کال د ورته مودې پرتله ۳۵ اعشاریه ۵ سلنه ډېره ده.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله

د دې تر څنګ افغانستان له تاجکستانه برېښنا هم واردوي چې مخکې یې د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولینو اندازه ۱۲۰مېګا وټه ښودلې وه، خو وروسته یې ییا د کمېدو خبرونه هم خپاره شوه.

په ورته وخت کې د چارو شنونکی او په پاکستان کې، پخوانی افغان ډپلوماټ زردشت شمس وايي، د افغانستان ګاونډیان د دوی هېوادونو ته د افراطي اسلامي اېډیالوژۍ د نه خپرېدو له ویرې او د طالبانو د حکومت له خوا یې د مخنیوي له امله هم، اړ دي چې له دوی سره اړیکې وساتي.

شمس وایي: "د مرکزي اسیا هېوادونو یو مهم تشویش له افغانستانه د دوی سیمو او هېوادونو ته د افراطي اسلامي فکر او اېډیالوژۍ خپرېدنې ویره ده، دا هم یو دلیل دی چې دوی نه غواړي طالبانو سره کاملاً اړیکي پرې کړي، که څه هم ستونزې به لري، خو دوی مجبوره دي چې طالبانو سره اړیکې وساتي، د دوی حمایت راجلب کړي او له دوی وغواړي چې دغه افراطي ډلې د دوی خاورې ته نفوذ ونه کړي."

ښاغلی شمس وايي، دغو هېوادونو کې هم یاد فکرونه شته، خو په خبره یې دوی پیاوړي دي او نه یې دي پرېښي چې دغه ډلې هلته فعالې اووسې.

ښاغلی شمس دا هم وايي چې په دغو اندېښنو کې له یادو هېوادونو چین او روسیه هم ملاتړ کوي.

ښاغلی شمس دا هم وايي چې ټول ګاوندي هېوادونو افغانستان سره د خپلو ګټو له زاویو اړیکي پالي او د منځنۍ اسیا هېوادونو هم د افغانستان اړوند یوه خوله نه دي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د افغانستان د ګاونډیانو په شمول د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG