د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د امریکا په یوه ژوبڼ کې دوه کاږه په کرونا اخته شوي 


ارشیف، د یوه ژوبڼ کارکوونکې، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، د یوه ژوبڼ کارکوونکې، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د متحد ایالاتونو په یوه ژوبڼ کې دوه کاږه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

چارواکي وایي، دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د دې څارویو د اخته کېدو خبر تائیدیږي.

د کولورادو په ډینور ژوبن کې مسوولانو وویل، یو کوږ دوه ویشت کلن دی، بل یې درویشت کلن دی چې ناروغۍ لږ ستومانه کړي، پوزې یې بهیږي او ټوخیږي، خو اټکل داسې دی چې ډېر اغېز یې پرې نه دی کړی، ژر به روغ شي.

د ډینور ژوبڼ په ټویټر کې څرګنده کړه چې د دغو دوو څارویو د کرونا نتیجه د کلورادو د پوهنتون د ویترنري په لابراتوار، همدا راز د امریکا د کرنې ملي ریاست د ویترنري په لابراتوار کې تائید شوه.

XS
SM
MD
LG