د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام شمېرې ښيي چې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي.
هستي ګل د ننګرهار ناامنۍ کډه په سر تر کابله را ورساوه، خو دلته یې هم بېوزلۍ او بېکارۍ ژوند تریخ کړی دی.
نوموړی وايي، هر کال په خپل ژوند کې د بدلون او هوساینې هیله لري، خو پایله یې له تېر هم خراب وضعیت وي: "د الله په هیله ناست یوو، کار روزګار نهشته. د لارې کرایه پیدا کړو چې لاړ شو، هغه هم نهشته. له طالبانو مې هیله ده چې بېوزلو ته کار پیدا کړي. هر کال هیله لرو چې وضعیت به ښه شي، خو له هغې بل کال بدتر شي."
محمد رشید وايي، ستونزو اړ کړ چې کور کلی پرېږدي. له لغمانه کابل ته راکډه شو، خو دلته یې هم چا لاسنیوی و نه کړ: "دا څه حال راغی، زموږ غریبو پوښتنه نه کوي، د وړو او غوړیو بیه پورته ده. زموږ غریبو پوښتنه هېڅوک نه کوي. "
د ناهیلۍ او له ستونزو د ډک ژوند دا فریادونه داسې مهال دي، چې ملګري ملتونه هم په افغانستان ورځ تر بلې د بشري ناورین د پېښېدو ګواښ ته اندېښمن دي.
د دې سازمان د کډوالو لپاره عالي کمېشنري وايي، نږدې ۳،۵ میلیونه افغانان د جګړو او نا امنۍ له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي چې ټول یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د UNHCR ویاند بابر بلوچ ازادي راډیو ته وویل، د ژمي په را نږدې کېدو او د بشري مرستو په کمي سره، د بحران ګواښ مخ په ډېرېدو دی: "په افغانستان اوسمهال خلک ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري. د خلکو ستونزې ډېرې زیاتې شوي او په هغې کې یوه د سرپناه او خوراکي توکو د کمښت ستونزه ده. له دې سره په خوا کې ډېر خلک بېروزګاره شوي هم دي. "
پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره عالي کمېشنري په یوې چارټر الوتکه کې ۳۳ ټنه ژمنۍ کومکي بستې کابل ته را ورسېدې او تمه ده چې د نوومبر په ۴مه او ۷مه یې هم په مرستو بار الوتکې افغانستان ته راشي.
دا سازمان وايي، د اګسټ له پیله یې تر اوسه ۳سوه زرو بېځایه شوېو کورنیو سره مرسته کړې، خو دا بهیر لا روان دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په کور دننه له بېځایه شوېو کورنیو یې یو شمېر بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي، خو هلته هم چندان ښه ژوند او ان سرپناه نه لري.
UNHCR هیله ښيي چې د روان کال تر پایله نږدې ۵سوه زره بېځایه شوېو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
په کور دننه د بېځایه شویو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه داسې مهال خپرېږي چې له وړاندې د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو د کمښت له ګواښ سره مخ دي چې ۱۳ میلیونه یې ماشومان دي.
طالبان له افغانستان سره د بشري مرستو دوام یوه اړتیا بولي او له ټولو هېوادونو هیله لري چې په سخت وخت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
د طالبانو حکومت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې اجازه ور نه کړي د سیاسي مسایلو له امله په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شي.
د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې په ټپه ودرېدې چې دې کار په روغتیايي، ټولنیزو او اقتصادي برخه کې د افغانانو کړاوونه او ستونزې څو چنده کړې.