د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۳۹

کندز کې غالۍ پلورونکي: بهرني او کورني بازارونه په نشت حساب دي


وطني غالۍ

په کندز کې د وطني غالیو اوبدونکي او پلورونکي شکایت کوي چې هېواد کې د سیاسي تحولاتو په رامنځته کېدو سره د وطني غالیو بازار خورا پیکه شوی دی.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د عین المجر د سیمې اوسېدونکی ۶۰ کلن جان محمد وايي، له ۴۰ کالو راهیسې خپل روزګار د غالۍ اوبدلو له لارې چلوې، خو هېواد کې د نظام بدلون یې پر کار او بار منفي اغیز کړی.

دی زیاتوي: "پخوا د غالیو کاروبار ښه وو، خو دې وروستیو کې زموږ کاروبار ر په ټپه ولاړ دی، موږ له نړیوالو غواړو چې د افغانستان اوسنی نظام په رسمیت وپيژني، څو بهرنیو هېوادونو ته زموږ د غالیو صادرات بیا پیل شي."

په کندز کې د غالیو پلورونکي وایي په هېواد کې د سیاسي تحولاتو سره د وطني غالیو بازار پیکه شوی
په کندز کې د غالیو پلورونکي وایي په هېواد کې د سیاسي تحولاتو سره د وطني غالیو بازار پیکه شوی

د کندز د چهار درې، قلعه زال او امام صاحب ولسوالیو زیات شمېر اوسېدونکي غالۍ اوبدونکي دي چې په ښه کیفیت او ډول-ډول نقشونو غالۍ اوبي، خو د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

د دې ولایت یوه غالۍ پلورونکي ۳۰ کلن محمدعمر ازادي راډیو ته وویل: "د پخوا پرتله اوس د غالیو اومه مواد ګران شوي دي. پیر او پلور او بهر ته صادرات نه لرو. له اقتصادي ستونزو سره مخ یو. له نړیوالې ټولنې غواړو چې اسلامي امارت په رسمیت وپيژني او د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړې، څو هېواد کې اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه بیا ځل پیل شي."

د نوموړي ولایت یو بل غالۍ پلورونکي ۴۰ کلن محمد سخي هم ورته خبره کوي: "زموږ پیر او پلور پیکه شوی. د خلکو اقتصاد خورا کمزوری شوی. بانکونه تړلي، خپلې ټولې پیسې له بانکونو نه شو اخیستلی چې پرې راکړه ورکړه وکړو. موږ له فعلي نظامه غواړو چې بانکونه خلاص کړي، څو زموږ تجارت وده وکړي."

په کندز کې وطني غالۍ
په کندز کې وطني غالۍ

دوی خبرداری ورکوي، که افغانستان کې حاکم نظام وطني غالیو ته بازار پېدا نه کړي، نو ښايي دې ولایت کې د غالیو اوبدنې کارونه په ټپه ودریږي او زرګونه کسان بې روزګاره شي.

په کندز کې د غالۍ اوبدونکو او پلورونکي د ټولنې مرستیال حاجي مراد ازادي راډیو ته وویل: "د بازار نشتوالي له امله موږ د خپلې کارخانې ۶۰ سلنه کارکوونکي ځواب کړل، له اسلامي امارته غواړو چې د بازار موندنې برخه کې مرسته وکړي، څو د ټول ولس کار او بار ښه شي."

په کندز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي هم د غالۍ پلورونکو ستونزې مني خو وايي چې دوی یو لړ پلانونه ترلاس لاندې لري او په عملې کېدو سره به یې د وطني غالیو بازار وده وکړي.

د دغې ادارې ویاند مسعود وحدت وايي: "د سوداګرۍ خونه د خصوصي سکتور د ملاتړ په توګه کوښښ کوي چې دغه صنعت ته وده ورکړي او په دې اړه ښه برنامې زموږ ترلاس لاندې دي. په هېواد کې د سیاسي ثبات په ښه کېدو سره د وطني غالیو د بازار موندنې چارې به هم ښه شي."

د کندز غالۍ له ځانګړي ارزښت او شهرت څخه برخمنې دي، ځکه هېواد کې دننه او بهر زیات مېنه وال لري، خو د دې ولایت غالۍ اوبدونکي او پلورونکي له دولته غواړي چې د دوی د تولېداتو لپاره د بازار موندنې برخه کې ښې لارې چارې ولټوي، ترڅو دغه صنعت نور هم وده وکړي.

XS
SM
MD
LG