د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

پر سردار محمد داوود خان روغتون ډله‌ییزه حمله؛ '۱۹ تنه وژل شوي او ۵۰ ټپيان' دي


کابل کې د اېمرجنسي روغتون مخ ته یو شمېر راټول شوي وسله‌وال طالبان
کابل کې د اېمرجنسي روغتون مخ ته یو شمېر راټول شوي وسله‌وال طالبان

طالبانو ویلي د هغو ۶ حمله کوونکو له ډلې چې کابل کې یې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون حمله کړې وه، ۴ تنه وژلي او ۲ نور نیولي دي.

د اماج نیوز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت یو مسؤل حکمت‌الله جمال خبریالانو ته وویل چې د نن ورځې د پېښې مرګ‌ژوبله زیاته ده، خو کره شمېر یې ونه‌ښود.

د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په نننیو چاودنو او نښتو کې شااوخوا ۱۹ تنه وژل شوي او کابو ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو ویلي وروسته له هغې چې یو ځانمرګي حمله کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته د سردار محمد داوود خان روغتون په دروازه کې چاودنه ورکړه، نور حمله کوونکي روغتون ته دننه شول او ډزې یې پیل کړې.

د سردار محمد داوود خان روغتون ته نږدې له چاودنې وروسته د یوه بل روغتون وضعیت
د سردار محمد داوود خان روغتون ته نږدې له چاودنې وروسته د یوه بل روغتون وضعیت

یو روغتیايي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې افشا شي، فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې ۱۹ مړي او ۵۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

مخکې له دې روېټرز د طالبانو د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویلي چې په غبرګو چاودنو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو یوه مرستیال ویاند بلال کریمي بیا ازادي راډیو ته وویل چې یوه چاودنه د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز پوځي روغتون دروازې ته نږدې شوې ده.

ښاغلی کریمي زیاتوي: "د چاودنې څرنګوالی تر اوسه نه‌دی څرګند او دا هم دقیق نه‌ده معلومه چې څومره تلفات اوښتي."

په تصویرونو کې ښکاري چې د پېښې له ځایه لوګی هوا ته پورته کېږي.

د پېښې له ځایه پورته شوي لوګي
د پېښې له ځایه پورته شوي لوګي

په روغتون کې دننه یوه ډاکتر ازادي راډیو ته وویل چې د روغتون بهر د تلاشۍ له لومړۍ پوستې سره‌یې د قوي چاودنې او ډزو غږونه اورېدلي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې د طالبانو ځانګړي ځواکونه د چاودنې ځای ته رسېدلي دي.

هغه ویلي چې دې چاودنو تلفات اړولي، خو کره ارقام به‌یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د اېمرجنسي روغتون مسؤلانو ویلي چې د دې پېښې نهه ټپیان وروړل شوي دي.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر جوماتونو او نورو هدفونو د ډېرو حملو مسؤلیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG