د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

سرچینه: طالبانو ننګرهار کې پر یوه واده چاپه وهلې، دوه تنه وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د راپورونو له مخې طالبانو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو له چاپې وروسته دوه کسان په ډزو وژلي دي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دې مراسمو هغه مهال چاپه واچوله چې په لوړ اواز موسیقي وغږول شوه.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم، په دې شرط چې هویت یې پټ پاتې شي ازادي راډیو ته وویل، په پېښه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي چې یوه ځایي روغتون ته د علاج لپاره بیول شوي دي.

په یوه بل خبر کې راغلي دي چې په شېرزاد ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې دوې مېرمنې او یو نارینه وژل شوي او څو ماشومان ټپیان دي.

له ننګرهاره د یو بل خبر له مخې په شېرزاد ولسوالۍ کې هم د واده په مراسمو کې په هوايي ډزو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

ویل کېږي چې سیمه ییزو طالبانو د پېښې په تړاو د څېړنو لپاره پنځه کسان نیولي دي.

د طالبانو ویاندویانو تراوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG