د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

عمران خان: افغان کرکټ لوبډلې په زړه پورې سیالي وکړه


د پاکستان صدراعظم 
د پاکستان صدراعظم 

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې یو وخت د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان و، پر ټویټر د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د تېرې شپې لوبې په تړاو لیکلي چې افغان لوبډلې په زړه پورې سیالۍ وکړه.

عمران خان لیکلي، د افغانستان د کرکټ په څېر داسې لوبډله یې نه ده لیدلې چې په دومره چټکۍ سره په نړیوال کرکټ کې خپل ځان ته ځای پیدا کړي.

افغانستان د کرکټ د شل اوورونو په نړیوال جام کې پرون خپله لوبه پاکستان ته د پنځو وېکټو په توپیر وبایلله.

د افغانستان بله لوبه سبا له نامیبیا سره ده.

XS
SM
MD
LG