د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغانه یهودۍ مېرمن تووا مرادي له افغانستانه تر وتلو وروسته البانیا ته رسېدلې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

له دې مخکې ګومان کېده چې زابولون سمنتوف وروستی یهود و چې په تېره تله میاشت کې له افغانستانه ووت، خو پرون روښانه شوه چې یوه بله یهوده مېرمن تووا مرادي هم تراوسه په افغانستان کې پاتې وه.

دا ۸۳ کلنه مېرمن تېره اوونۍ له افغانستانه ووتله او اوس مهال په البانیا کې ده.

مېرمن مرادي اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې افغانستان ډېر ورته ګران دی: "له افغانستانه ووتم، خو خپل هېواد افغانستان ډېر راته ګران و. کله چې وتلم سترګې مې له اوښکو ډکې وې. له وطنه ووتم. کندز او مزار ته مې وژړل. د سفر په حال کې مې په الوتکه کې هم وژړل."

تووا مرادي له خپلو شپږو خپلوانو سره د البانیا ګولیم ښار ته رسېدلې ده، خو دا نه ده معلومه چې د دې خپلوان هم یهودان دي که مسلمانان.

نوموړې په کابل کې د یهودانو په یوه کورنۍ کې زېږېدلې او د خپلې کورنۍ له لسو ماشومانو څخه یوه وه. هغه په شپاړلس کلنۍ کې له کوره وتښتېدله او له یوه مسلمان سړي سره یې واده وکړ، خو خپل مذهب یې بدل نه کړ او ان په کابل کې د دې ټول ګاونډیان خبر وو چې دا یهوده ده.

نوموړې اوس هیله لري چې کاناډا ته به ولاړه شي، هلته چې د دې څلور نور بچیان اوسېږي: "خوشاله یم چې خپلو بچیانو ته ورشم. بچیان مې خواره واره دي. یو په یوه ځای کې، بل په بل ځای کې. سترګې مې له اوښکو ډکې وې."

تووا مرادي او خپلوان یې د اسراییلو د یوه خیریه بنسټ او فعالانو د همکارۍ او هڅو په نتیجه کې البانیا ته ولاړه.

د هغې مور او پلار په ۱۹۶۰میلادي کلونو کې له افغانستانه وتلي وو او له مړینې وروسته په بیت المقدس کې ښخ شول.

مېرمن مرادي وايي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې یې د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره ان په ټیلیفون کې هم خبرې نه دي کړي، خو غواړي چې یوه ورځ اسراییلو ته ولاړه شي او له هغو سره وویني.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG