د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۹

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام؛ نن اسټرالیا د سریلانکا په وړاندې لوبېږي

ارشیف، د اسټرالیا کرکټ یو لوبغاړی
ارشیف، د اسټرالیا کرکټ یو لوبغاړی

د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې نن اسټرالیا د سریلانکا په وړاندې لوبېږي.

دا لوبه د افغانستان په وخت ۶ نیمې بجې د دوبۍ په لوبغالي کې کېږي.

دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې دي او که نن هره لوبډله لوبه وګټي، د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به یو ګام ورنږدې شي.

د کرکټ مبصرین وايي چې اسټرالیا د تجربه لرونکو لوبغاړو په درلودلو سره کولای شي د سریلانکا ځوانه لوبډله ماته کړي، خو دا هم له احتماله لیرې نه‌ده چې په اسيا کې د سریلانکا ځوانه لوبډله دې استرالیا ته ماته ورکړي.

د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا انګلنډ بنګله‌دېش او نیمیبیا سکاټلند ته ماتې ورکړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG