د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د خوست خلک: بې کارۍ او د مرستو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو


د خوست اوسیدونکي
د خوست اوسیدونکي

د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم بې کارۍ او غریبۍ د ډېر شمېر خلکو ژوند له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، نه کار پیدا کېږي چې ورباندې حلاله نفقه وګټي او نه ورسره د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت له خوا داسې مرستې کېږي چې ګوزاره ورباندې وکړي.

نن چهارشنبه (د لړم په ۵مه نېټه) د خوست اوسیدونکي ریاض الله ازادي راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د افغانستان ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژمي په را نږدې کېدو سره يې ستونزې ډېرې شوي دي.

دی د طالبانو له حکومته غواړي هغه مرستې چې له بهره راځي، باید له توپیر پرته پر مستحقو خلکو وویشل شي.

په افغانستان کې د نورو قشرونو په خوا کې د معلولینو او وژل شوېو کسانو کورنۍ هم ډېرې اغېزمنې شوي او د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د معلولینو د یوې اتحادېې مشر صاحب منګل وايي، په خوست کې به محدود سوداګر او څو کسان اباد وي، خو ټول خلک اباد نه دي او مرستو ته اړتیا لري.

دی وايي، ده په خپله د مجبوریت او بې وسۍ له کبله د خپل کور توکي پلورلي دي.

صاحب منګل د نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د معلولینو او وژل شوېو کسانو کورنۍ سروې کړي او وروسته دې دوی لپاره د ژمنیو مرستو تابیا وکړي.

بې کاري د هغو خلکو او ځوانانو ژوند هم له ستونزو سره مخامخ کړی چې لوړې زده کړې يې کړي او اوس کاروبار نه لري.

خوست کې یو شمېر په کار پسې راوتلي خلک
خوست کې یو شمېر په کار پسې راوتلي خلک

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو تن فارغ فرید وايي، دوی سره دې مرستې وشي او یا دې ورته کار برابر شي چې له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه وګټي.

فرید زیاتوي: "موږ دا نوي سلنه خلک به بې کاره یو، ژمی را روان دی، د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي، که دوی نړیوالو سره د مرستو د راجلبولو په برخه کې تعامل نه شي کولای، په داخل کې خو دې موږ ته کارونه برابر کړي، موږ ته دې یو داسې سیسټم جوړ کړي چې بوخت وساتل شو، څو خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړو. "

  • پوښتنه دا ده چې څرنګه کیدلی شي، د بې وزلۍ، غریبۍ او بې کارۍ مخه ونیول شي؟

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزی د شته حالت مهم لاملونه د حکومتي او خصوصي بانکونو په فعالیتونو کې ستونزې، خلکو سره د نغدو پیسو نشتون او د صادراتو په مخکې خنډونه یادوي چې له کبله يې افغانان نه شي کولی د دې ځای کرنیز پیداوار، وچې او تازه میوې، زڼغوځي او همدارنګه نور تولیدات ګاونډیو هېوادونو او بهر نړۍ ته صادر کړي.

د خوست ښار ته راغلی کاریګر
د خوست ښار ته راغلی کاریګر

نواب امیرزی د طالبانو له حکومت غواړي چې د اقتصادي فعالیتونو د چټکولو لپاره دې د دې هېواد علمي او اکاډمیکو کادرونو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

نواب وایي:"د اسلامي امارت د مشرتابه څخه دا هیله ده چې زموږ مسلکي کسان په بانکونو، مالیې وزارت او سوداګرۍ وزارت کې ځای پرځای کړي، ځکه په تېرو شلو کلونو کې زموږ زرګونه ځوانان له پوهنتونونو په مسلکي لحاظ فارغ شوي دي، د بهر نه راغلي دي، زه فکر کوم دا ستونزې به کمې شي او غریبي او بې کاري به هم ورځ په ورځ کمه شي."

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي چې دې ولایت ته په کافي اندازه مرستې را روانې دي او په مستحقو او بې وزلو کورنیو به وویشل شي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول اختر محمد عکرمه وویل، دوی به د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو ورباندې مرستې وویشي.

نوموړي زیاته کړه: "مرستې په کافي اندازه کې را روانې دي او انشاالله په نږدې راتلونکې کې به را ورسیږي، مرستې د ټولو خوست مېشتو لپاره دي، هغه چې د مرستو حقدار وي، دا نه ده چې دا مرستې د اسلامي امارت د خلکو لپاره دي، نه دا مرستې د ټولو خوست مېشتو لپاره دي، خو د غریبانو لپاره دي. "

د ځينو نړیوالو بنسټونو د څېړنې له مخې د افغانستان څه دپاسه ۱۸ میلیونه خلک د فقر او غریبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دې تر څنګ بې کاري که څه هم یوه نړیواله ستونزه ده او په افغانستان کې پخوا هم د بې کارۍ کچه لوړه وه، خو په وروستیو میاشتو کېدا ستونزه ډېره شوې او له دې کبله خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG