د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د کندز اوسیدونکي: طالبان دې کلیوالو سړکونو کې خښ شوي ماینونه شنډ او اوباسي


د کندز پر یو سړک خښ شوی ماین
د کندز پر یو سړک خښ شوی ماین

د یو شمېر کندزیانو په خبره چې په تېرو دوو لسېزو کې د جګړې ښکېلو لوریو یو بل ته د ورتګ د مخنیوي په هدف د زیات شمېر کلیو پر عمومي سړکونو او لارو کې ماینونه خښ کړي وو چې لا هم خښ شوي ماینونه نه دي اېستل شوي او دې مسالې د خلکو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی محب الله عمرخېل ازادي راډيو ته وویل: "د چهاردرې اکثره سړکونه پر ماینونو فرش دي. خلک ته طالبان وايي چې په دې لارې مه ځه او پر هغې ځه، خو ځینې وخت د خلکو پام نه وي او پر ماینونو ورغلي وي او هلته یې الوزولي وي. ما څه ګناه کړې ده چې زما د کور په مخ کې یې ماینونه خښ کړي او ما ته وايي له کوره مه راوځه. زه له امارته او له دنیاوالو غواړم چې لارې د ماینونه له موجودیته پاک کړي."

۳۰ کلن امیرخان د کندز د ګل تپې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د هغه یوه پښه لس کاله وړاندې د ماین په چاودنه کې پرې شوې ده. دې له طالبانو غواړي چې خښ شوي ماینونه شنډ کړي، څو نور کسان د ده له برخلېک سره مخ نه شي.

امیر خان وایي: "پښه مې چې نه وه پرې شوې ژوند مې ډېر ښه وو، خو کله چې د ماین په چاودنه کې پرې شوه، نو ژوند مې تریخ شو او اوس له سختو ستونزو سره مخ یم. زه له طالبانو غواړم چې خښ شوي ماینونه شنډ کړي څو نور انسانان زما په څېر معیوب نه شي."

خلک وایي، په کلیو او بانډو کې د ځمکنې ماینونو موجودیت د انسانانو ترڅنګ د څارویو ژوند هم له خطر سره مخ کړی
خلک وایي، په کلیو او بانډو کې د ځمکنې ماینونو موجودیت د انسانانو ترڅنګ د څارویو ژوند هم له خطر سره مخ کړی

د خلکو د خبرو له مخې چې په کلیو او بانډو کې د ځمکنې ماینونو موجودیت پر انسانانو سربېره ان د څارویو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او دغه راز د کرنې او بیارغونۍ فعالیتونه یې هم له خنډ سره مخ کړي دي.

ددغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکي اسماعیل وايي: "پخوا جګړې وې خو اوس زموږ سیمو کې ماینونه دي. موږ له طالبانو څخه غوښتنه کوو، کوم ماینونه چې پخوا د دولت لوري او د دوی له خوا ځای پرځای شوي وو باید هغه راټول او شنډ کړي، تر څو زموږ ولس ته کوم زیان او صدمه ونه رسیږي."

په کندز کې د ماین چاودنې له امله ویجاړ شوی سرک
په کندز کې د ماین چاودنې له امله ویجاړ شوی سرک

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني بیا خلکو ډاډ ورکوي چې په نژدې راتلونکي کې د دې ولایت په کچه د ماین پاکۍ بهېر پیلېږي.

روحاني زیاتوي: "اسلام امارت د ماین پاکۍ موسسې په همکارۍ سره یو پروګرام پیل کړی، نو ان‎شاءالله په کوم ځای کې چې انفجاري توکي وي او ماینونه وي هغه به راباسي او شنډوي یې او له امله به یې د خلکو شته اندېښنې لېرې شي."

د کندزیانو په وینا، افغانستان د څلورو لسېزو راهیسې د خونړیو جګړو ډګر وو چې له کبله یې د هېواد په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي توګه په کندز کې ناچاودېدونکي توکي او ماینونه یې په میراث پريښي چې هره ورځ د افغانان ژوند ګواښي.

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني بیا خلکو ډاډ ورکوي چې نژدې راتلونکي کې د دې ولایت په کچه د ماین پاکۍ بهېر پیلېږي.

XS
SM
MD
LG