د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

سوډان کې پوځي کودتا؛ پوځ صدراعظم او د کابینې یو شمېر غړي نیولي


سوډان کې د پوځي کودتا له راپورونو وروسته پلازمېنه خارطوم کې ناکرارۍ
سوډان کې د پوځي کودتا له راپورونو وروسته پلازمېنه خارطوم کې ناکرارۍ

په سوډان کې پوځ کودتا کړې او د صدراعظم عبدالله حمدوک په ګډون‌یې د کابینې یو شمېر نور غړي هم نیولي دي.

د سوډان حکومت د یوې حکومتي شورا له‌خوا چې پوځیانو په‌کې هم غړیتوب در لود اداره کېده.

نن په سوډان کې پوځ بېړنی حالت اعلان کړی او په دې هېواد کې یې هغه واکمنه شورا منحل کړه چې غوښتل یې د ولسواکۍ له لارې د سیاسي قدرت د لېږد لپاره زمینه برابره کړي.

پوځي واکمنانو د هغه اقدام په پایله کې چې فعالانو کودتا بللې د ملکي حکومت د مشرانو له نیولو وروسته نوی حکومت اعلان کړی.

د سوډان د اطلاعاتو وزارت نن سهار په یوه بیان کې وویل، حمدوک وروسته له هغه ونیول شو چې د پوځي کودتا له ملاتړ څخه‌یې ډډه وکړه.

د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ولکر پرتېس (Volker Perthes) وویل چې په سوډان کې د سیاسي انتقال د بهیر د زیانمنولو لپاره د کودتا په اړه د راپورونو له اورېدو وروسته ډېر زیات اندېښمن دی.

متحده ایالاتو د دې کودتا له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افریقا د ښکر د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیفري فیلتمن پر ټویټر لیکلي دي چې دا کودتا د سوډان د اساسي قانون له اصولو او د خلکو له ډیموکراتیکو هیلو څخه سرغړونه ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل هم نن پر ټویټر ولیکل چې د یو شمېر وزیرانو د نیول کېدو له راپورونو وروسته د افریقا په دې هېواد کې جریانات په ژوره اندېښنه څاري.

جوزف بورېل
جوزف بورېل

په سوډان کې ګډوډي د دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه چې نا پېژانده وسله‌والو د سوډان غیر نظامي صدراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کړ.

راپورونه وايي چې د کابینې څلور نور وزیران، د حاکمې دولتي شورا یو غیر نظامي غړی، څو والیان او د ګڼو احزابو مشران هم بندیان شوي دي.

د سوډان پوځ تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښوولی.

د سوډان پلازمېنې خارطوم ته غځېدلې لارې هم د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي او دولتي ټلوېزیونونه حماسي سندرې خپروي.

په عین وخت کې راپورونه ښکاروي چې د سوډان د حرفې انجمن چې دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ پلوی دی، له خلکو غوښتي چې د حاکمې شورا په وړاندې د یوې احتمالي کودتا د مخنیوي لپاره سړکونو ته راووځي.

په سوډان کې وروستۍ مظاهرې
په سوډان کې وروستۍ مظاهرې

په ۲۰۱۹ کال کې د یوه ولسي پاڅون په پایله کې د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر د پوځ له لوري ګوښه کړل شو او له هغه راهیسې دا دولت د یوې ګډې شورا چې پوځي او غیر پوځي کسان په‌کې دي، اداره کېږي.

د راپورونو په حواله همدا مهال د واکمنې شورا د پوځي او ملکي غړو ترمنځ هره شېبه اختلاف او کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG