د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۹

د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو ځینې هزاره‌ شیعه وګړي کډې کولو ته اړ ایستي

دایکندي ځینې کډوال
دایکندي ځینې کډوال

د بشر حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په زور له خپلو مېنو د یو شمېر کسانو د ایستلو خبره کړې. راپور کې راغلي چې دغه خلک ډېری یې د اهل تشیع مذهب پیروان او هزاره دي.

دې سازمان د دې کسانو کډوالۍ ته د ټولیزو مجازاتو نوم ورکړی او لیکي، دغه خلک له مخکیني دولت سره د کار کولو او په دې عنوان هدف ګرځېدلي چې ګنې ځمکې یې خپلې نه‌دي.

هلمند، کندهار، ارزګان، دایکنډی او بلخ هغه ولایتونه دي چې په زور د هزاره‌ ګانو د بې‌ځایه کېدو راپورونه ترې ورکړل شوي دي.

د بشر حقونو د څار سازمان د یو شمېر هغو کسانو له قوله چې طالبانو په زور له خپلو کورونو ایستلي لیکلي، ورته ویل شوي، که په لنډو ورځو کې خپلې سیمې پرې نه ږدي، بیا د شکایت حق نه لري.

په راپور کې د طالبانو دا عمل د دوی د محکمې د حکم پایله ګڼل شوې، خو د بشر حقونو سازمان ته د دې سیمې اوسېدونکو ویلي، له ۱۹۷۰یمو کلونو راهیسې پر دې ځمکه مېشت دي.

د بشر حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل: "طالبان په زور هزاره او نور د قومي او سیاسي عقیدې پر بنسټ، خپلو ملاتړو ته د باج اخیستو لپاره وباسي. د فصل اخستو او د ژمي له موسم وړاندې د کورنیو بې‌ځایه کول ډېر ظالمانه دي. "

مېرمن ګاسمن زیاتوي، له یوه قانوني بهیر پرته په زور د خلکو ایستل، ناوړه ګټنه ده چې د ټولنیزو مجازاتو لامل ګرځېدای شي.

د بشر حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مسووله پاتریشیا ګاسمن
د بشر حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مسووله پاتریشیا ګاسمن

د بشر حقونو د څار سازمان په راپور کې دا هم راغلي، طالبانو له هغو کسانو چې د دې موضوع د سپیناوي لپاره دوی ته ورغلي، ۵۰ تنه یې نیولي، خو دا سازمان د دې کسانو د برخلیک په اړه ناخبري ښيي.

په دې راپور کې د هغو سیمو په اړه چې ډېری خلک ترې کډه کولو ته مجبور کړل شوي، د ځمکو په سر یې د قومونو ترمنځ جنجال ته هم اشاره شوې او زیاتوي، دا ځمکې د بېلابېلو دولتونو پر مهال مختلفو قومونو ته وېشل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، له خپلو کورونو په زور کډه کولو ته د ایستل شوېو ډېر شمېر په ارزګان او دایکنډي کې دي چې شمېر یې ۲۸۰۰ ته رسېږي او په تېره سېپټمبر میاشت کې له خپلو کورنو ایستلو شوي دي.

خو طالبان وایي، د خپل دریځ له مخې له هېڅ یوه لوري سره تبعیضي چلند نه کوي.

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې د بشر حقونو د څار سازمان راپور رد کړ: "د اسلامي امارات موقف او دریځ دا دی چې د هېواد د ټولو اتباعو حقونو ته ژمن دي او په دوی کې کومه استثنا نه‌شته."

خو ښاغلی کریمي دا هم وايي، په یو شمېر سیمو کې حقوقي موضوعات مطرح دي چې له دې راپور سره- سر نه خوري.

له دې وړاندې هم په هغو ولایتونو کې چې په دې راپور کې یاد شوي، په ټولنیزو رسنیو کې د سیمې له خلکو ویډیوګانې خپرې شوي چې وايي، طالبانو ترې غوښتي چې دا ځای پرېږدي او کډه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG