د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

افغان کرکټ لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه


ارشیف، یو تن ویسټ انډیزی لوبغاړی له افغان کرکټ لوبغاړو سره
ارشیف، یو تن ویسټ انډیزی لوبغاړی له افغان کرکټ لوبغاړو سره

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوبۍ کې پرون چهارشنبه (د تلې د میاشتې ۲۸مه نېټه) د شل اورونو نړیوال جام ته د تیاري لپاره ویسټ انډیز ته د شپږ پنځوس منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د ویلو ده چې په دې لوبه کې ټولو لوبغاړو هم په توپ اچونه کې، هم په توپ وهنه کې او هم په ډګر ساتنه کې ښه لوبه وکړه، خصوصاً لوبډلمشر محمدنبي، شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځي، رحمان اله ګربز او ورسره څنګ کې نورو لوبغاړو، نو انشاالله لوبډله ښه چمتوالی لري او په لوړ مورال سره به په نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړي."

د شل اورونو نړیوال جام لومړی پړاو لوبې د یکشنبې په ورځ پیل شوې چې د دې مرحلې له اتو لوبډلو به څلور دوهم پړاو ته لاره کوي او بیا به د افغانستان په ګډون سر له شنبې له اتو نورو ټیمونو سره په دوو ګروپونو کې سیالۍ سره کوي.

دا لوبې په متحد عربي امارات او عمان کې ترسره کېږي. پایلوبه به د نوومبر په ۱۴مه نېټه وي.

XS
SM
MD
LG