د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

بې کاري؛ ملګري ملتونه: ۱۸ میلیونه افغانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره یو شمېر افغانان وايي، د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله نه شي کولی ورته ترتیبات ونیسي.

د ختېځ نورستان اوسېدونکی سید ولي چې د دې ولایت په مرکز پارون کې سماوار لري وايي، کاروبار يې په ټپه درېدلی او دا چې سخت ژمی په مخ کې لري، د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی.

دی وايي، نه د ژمي لپاره د سونګ توکو د پیرلو توان لري او نه هم په کور کې د ګېډې د مړولو لپاره خوراکي توکي او په وینا یې ښايي لویان د یخنۍ او ولږې پر وړاندې زغم ولري، خو ویریږي چې ژمې ترې کوچني ماشومان وانه خلي.

ولي زیاتوي: "زه دلته په بازار کې د شین چای سماوار لرم، مخکې کار ښه وو خو اوس هېڅ نشته، هر څه په ټپه ولاړ دي، د سونګ توکو او خوراکي موادو بیې دومره لوړې شوي چې زموږ له توانه بهر دي، پیسې نشته، سخت ژمی را روان دی، ویریږم چې د ژمي یخني مې ماشومان را مړه نه کړي."

یوازې سیدولي د ژمي اندېښنې نه دی اخیستی، بلکې د افغانستان د سړو سیمو میلیونونه اوسېدونکي، ښايي له ورته برخلیک سره مخ وي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي هم له طالبانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي او په وینا یې په داسې حال کې چې له ښه اقتصاد نه دي برخمن، سخت ژمی هم په مخ کې لري.

د کابل اوسېدونکې مریم وایي: "له اسلامي امارته غواړو، موږ ته د کار زمینه برابره کړي، زه هم بې کاره یم، خاوند ته مې هم کار نه پیدا کیږي، قیمتي هم له اسمان سره خبرې کوي، سخت ژمی را روان دی، موږ نه پوهېږو څه وکړو؟ ټول خلک له ستونزو سره مخ دي، باید دولت زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي. "

تازه ملګرو ملتونو په یو راپور کې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې اتلس میلیونه انسانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري او تر ۲۰۲۲م میلادي کاله به ۹۷ سلنه افغانان د بې وزلې ټیټې کچې ته ورسېږي.

د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې بیا افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم بې وزله هېواد بلل شوی دی.

افغانان له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غواړي چې له بې وزلو سره مرسته وکړي او په راتلونکي ژمي کې د لوږې له امله د احتمالي انساني ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د منشي مرستیالې امينه جي محمد پر خپل ټویټر لیکلي، په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره د خلکو اړتیاوې ډیریږي او دوی په دې اړه کار کوي چې خلکو ته مرستو ته دوام ورکړي.

د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې بیا افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم بې وزله هېواد بلل شوی دی.
د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې بیا افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم بې وزله هېواد بلل شوی دی.

اغلې جی محمد د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان د استازي ماري اېلېن مک ګرارټي هغه خبرې راخیستي چې ویلي دي: "افغانستان په ډېر سخت وضعیت کې دى. د خوړو له نړیوال سازمان سره زما په اوږدې کاري مودې کې کله هم له دومره لوى او تېز ناورين سره نه يم مخ شوې."

مک ګرارټي د ژمي له رارسېدو وړاندې افغانانو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د ژر تر ژره رسېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې په دې برخه کې ترتیباتو خبر ورکړی دی.

د دې ادارې عملیاتي مسول احمد نافع ازادي راډيو ته وویل چې تازه يې په دې اړه بهرنیو مرستندویه ادارو سره ناسته کړې او په یو پلان کار کوي چې په نږدې ورځو کې به بشپړ شي.

نافع وایي: "د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او مرستندویه موسسو غونډه کړې برنامې تر کار لاندې دي، مرستندویه ادارو هم د مرستې ژمنې کړي دي، نو هیله ده چې اول خو سخت ژمی رانه شي او که راشي موږ په ورته تیاری لرو او انشاءلله پر وخت به ورته رسېدنه وشي."

دی وايي، دغه شان د طالبانو په مشرۍ د افغان دولت په زېرمو کې هم بېلابېل ډوله مواد شته چې د اړتیا پرمهال به ترې ګټه واخیستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې زیات شمېر خلک ورسره بې کاره شول اقتصادي ستونزې مخ په ډېرېدو او دا هېواد د نغدو پیسو د ختمېدو له ګواښ سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG