د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۹

د امریکا دفاع وزیر د تور سمندرګي غاړې هېوادونو ته په سفر ګرجستان ته رسېدلی

د امریکا دفاع وزیر
د امریکا دفاع وزیر

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن د تور سمندرګي د سیمې هېوادنو په وړاندې د روسیې د یرغل په مقابل کې د ګرجستان د ملاتړ او د ښکاره غبرګون ښکاره کولو په خاطر د دغه هېواد پلازمېنې تبلیسي ته رسېدلی دی.

لوېد استېن به د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې له ګډون مخکې له رومانیا او اوکرائین هم لیدنه وکړي.

ګرجستان له کلونو را په دېخوا په هڅه کې دی چې د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړي.

مسکو هم هڅه کوي چې په ناټو کې د ګرجستان د غړیتوب په وړاندې خنډ وګرځي.

تر دې مخکې د ګرجستان، د ناټو تړون د غړو هېوادونو او د امریکا ترمنځ ګډ پوځي تمرینات هم ترسره شوي چې په ګرجستان کې د روسیې د یرغل په وړاندې له دغه هېواد نه د امریکا ملاتړ ښکاروي.

د ګرجستان او روسیې ترمنځ په ۲۰۰۸م میلادي کال کې یوه لنډه جګړه ترسره شوې وه، له هغه راهیسې روسي ځواکونه د ګرجستان په جنوبي اوستیا او په ابخازیا سیمو کې دېره شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په یوه وېب‌پاڼه کې راغلي چې تور سمندرګي غاړې ته د پراته هېوادونو په خاوره باندې د روسیې د یرغل په وړاندې د امریکا موقف واضح دی چې د دغو هېوادونو پر ملي حاکمیت د ټینګار ترڅنګ له هغوی ملاتړ کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG