د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

کرکټ؛ افغانستان نن له جنوبي افریقا سره تمریناتي لوبه لري


افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

افغانستان د ۲۰۲۱ کال د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې نن په یوه تمریناتي لوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ کېږي.

لوبه د ماسپښین په دوه نیمو د ابوظبي په شېخ زاید سټډيوم کې پيلېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن افغانستان په لومړنۍ تمریني لوبه کې له جنوبي افریقا سره مخ کېږي. بله تمریناتي لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره پلان شوې ده. د ویلو ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي دغو لوبو ته له پوره چمتووالي برخه‌من دي او که خدای کول په نړیوال جام کې به ښه وځلېږي."

د افغانستان کرکټ بورډ له دې تمریني لوبې یوه ورځ مخکې په خپل فېس‌بوک د لوبغاړو د یوه وروستي تمرین عکسونه خپاره کړي چېرته چې د ملي ټيم وتلی بالر راشد خان هم له ټیم سره یوځای شوی.

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام دا وار د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربه‌توب له پرون یکشنبې پیل شوی او تمه ده د نومبر په ۱۴مه ختم شي.

د افغانستان لومړنۍ رسمي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه ده چې لا یې سیال نه‌دی معلوم، خو په ۲۹م تاریخ به له پاکستان سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG