د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

د ځینو افغان شیعه مذهبو اندېښنې: طالبانو ته هیله من وو خو هرڅه برعکس شول


کندهار کې پر جومات چاودنې تر ۷۰ زیات ټپیان کړي هم دي.
کندهار کې پر جومات چاودنې تر ۷۰ زیات ټپیان کړي هم دي.

په کندز او کندهار ولایتونو کې د شیعه ګانو په جامع جوماتونو له وروستیو خونړیو حملو وروسته یو شمېر افغان شیعه وګړي وایي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د بامیان ولایت اوسیدونکی امین شریفي ازادي راډیو ته وویل، وروستیو حملو د شیعه وګړو ترمنځ وېره او وحشت راپارولی دی.

شریفي وایي: "دوو اوونیو کې دوه خونړۍ حملې وشوې چې درنه مرګ ژوبله یې درلوده، خلک وارخطا دي، وېرېږي، وحشت هم د خلکو تر منځ په جدي توګه خپور شوی، له دې امله خلک نه شي کولی خپلو دیني او مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي او عبادت وکړي."

هېواد د کندز ولایت یو بل شیعه اوسېدونکی دی، دی هم ورته اندېښنه لري او د طالبانو له حکومته غواړي چې د دا شان حملو مخه ونیسي.

نوموړی زیاتوي: "زه غواړم چې نور دا وژنې او وینې تویېدنې ختمې شي، تېره اوونۍ په کندز کې زیات خک ووژل شول له طالبانو غواړم چې د خلکو امنیت خوندي کړي، څو ارامي راشي."

دوی وایي، د طالبانو واکمنېدو ته هیله مند وو چې نور به د حملو هدف نه ګرځول کېږي او امنیت به یې خوندي شي، خو په خبره یې برعکس دغو حملو دوام وموند.

له دې سره د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي چې دا شان حملې به بیا تکرار نه شي.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو امنیتي تدابیر نیولي دي او هیله مند یو چې راتلونکي کې له داسې پېښې سره مخ نه شو په ځانګړي توګه مو د شیعه هېوادوالو د عبادت ځایونو لپاره امنیتي تدابیر نیولي، زه دوی ته ډاډ ورکوم چې راتلونکي کې به د داسې پېښو شاهدان نه وي."

ښاغلی خوستی زیاتوي، دوی خپلو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د اهل تشیع مسلمانانو امنیت ته جدي پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تلې میاشتې په ۲۳مه نېټه د جمعې په ورځ په کندهار ولایت کې د شیعه ګانو په جامع جومات کې دوه خونړۍحملې وشوې.

په کندهار کې د پیښې سیمه
په کندهار کې د پیښې سیمه

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي، په دې پېښو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او شااوخوا ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار ولایت کې د جمعې د ورځې د دغې حملې پړه داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې منلې ده.

دغې ډلې ادعا کړې چې دې حمله کې دوه انتحاري حمله کوونکو په ځان تړلي چاودېدونکي توکي په یاد جومات کې چوولي دي.

داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې په هغه خبرپاڼه کې چې د تلګرام چینل له لارې یې خپره کړې ویلي، لومړي حمله کوونکي د جومات په یوه دروازه او بل حمله کوونکي د جومات دننه په ځان پورې تړلي چاودیدونکی توکي وچوول.

له دې وړاندې هم تېره جمعه په کندز ولایت کې هم ورته حمله د شیعه وګړو په یو جامع جومات کې د جمعې د ورځې د لمانځه پرمهال وشوه چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او د دې حملې مسوولیت هم داعش ډلې منلی و.

د طالب چارواکو مشرانو د معلوماتو له مخې، په دواړو حملو کې نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

که څه هم طالبانو له دې مخکي ویلي و چې داعش وسله واله ډله به له منځه یوسي او د دغې ډلې د ځینو غړو د نیولو خبره یې هم کړې وه، خو دا لا مشخصه نه ده چې دا ډله به په راتلونکي کې د داعش ډلې د حملو د مخنیوي توان ولري او که نه؟

XS
SM
MD
LG