د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

چارواکي: کندز کې د وریجو د پروسس فابریکې فعالیت عادي دی، کروندګر ورسره خوښ دي


کندز کې د شعیب فیصل د وریجو د پروسس فابریکه
کندز کې د شعیب فیصل د وریجو د پروسس فابریکه

په کندز ولایت کې د ورېجو د پروسس فابریکې فعالیت په عادي ډول جریان لري او دغه راز کروندګر وايي چې د دغې فابریکې په جوړېدو سره د ورېجو د پروسس په برخه کې د دوی ستونزې هوارې شوي دي.

دې ولایت کې د شعیب فیصل د وریجو د پروسس د فابریکې چارواکي وايي چې د دغې فابریکې فعالیت په عادي ډول ادامه لري او ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو ورېجو د تولید وړتیا لري او زیاتوي چې په دې فابریکه کې ۲۲۱ تنه فني او غیرفني کارکوونکي په کار بوخت وي.

د دغې فابریکې یو تن فني مسوول عبدالله وايي، دوی د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو کې ۳۸۴۰ تنه قراردادي کروندګر لري چې دې فابریکې ته شولې ورکوي.

د کندز د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي بیا وایي چې دوی د کرنیزو چارو په برخه کې د خصوصي سکتور له پانګونې ملاتړ کوي
د کندز د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي بیا وایي چې دوی د کرنیزو چارو په برخه کې د خصوصي سکتور له پانګونې ملاتړ کوي

عبدالله زیاتوي: "د شعیب فیصل شرکت له ۱۲ کالو راهیسې کندز کې فعالیت کوي. خپل خام مواد چې هغه شولې دي د کندز، تخار او بغلان ولایتونو له بزګرانو راټولوي. ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ ټنه وریجې تولیدوي."

د کندز د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي بیا وایي چې دوی د کرنیزو چارو په برخه کې د خصوصي سکتور له پانګونې ملاتړ کوي، ځکه افغانستان يو کرنيز هېواد دى او اکثره خلک يې پر کرنه بوخت دي.

د دغې ادارې رئیس مولوی امان الله حسن ازادي راډیو ته وویل: "له دغو شرکتونو سره زموږ ژمنه دا ده چې دوی دې په اخلاص کار وکړي، موږ له دوی غوښتنه کوو چې د وریجو کیفیت ته پام وکړي، له دوی سره هر ډول همکاریو ته چمتو یو."

کندز چې پرېمانه اوبه، د کرنې لپاره مناسبه هوا او هوارې ځمکې لري، هرکال په کې زیاتې شولې کرل کېږي، خو د پروسس د یوې معیاري فابریکي د نشتوالي له کبله کروندګرو په زاړه او دودیزه توګه خپلې وریجې پروسس کوي چې د ورېجو پر کیفیت یې اغیز کوي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ د نېک محمد په نوم يو کروندګر ازادي راډیو ته وویل چې د دغې فابریکې په فعالیت سره تر یوه حده پورې د کروندګرو ستونزې هوارې شوي دي.

کروندګر سږکال د شولو د حاصلاتو زیاتوالی ترڅنګ په بازار کې د وریجو بیې څخه هم راضي دي.
کروندګر سږکال د شولو د حاصلاتو زیاتوالی ترڅنګ په بازار کې د وریجو بیې څخه هم راضي دي.

دی وايي: "دې شرکت له موږ سره زیاته مرسته کړې، سږکال هر جریب ځمکې درې خرواره شوله کړې ده. دغه شرکت موږ ته تخمي شولې، نغدۍ پیسې او هر ډول مرسته کوي."

د دې ولایت کروندګر سږکال د شولو د حاصلاتو زیاتوالی ترڅنګ په بازار کې د وریجو بیې څخه هم راضي دي.

د کندز ښار اړوند د چرخ اپ سیمې یو کرودنګر شکرالله ناصري وايي: "دې شرکت موږ ته ګټه رسولې، ځکه اوس یو خروار(۸۰) منه شولې په بازار کې ۱۲ زره افغانۍ دي، خو دغه شرکت یې له موږه ۱۳ زره افغانۍ اخلي."

په دغې فابریکې کې لسګونه تنه وزګاره ځوانانو ته هم د کار بوختیا برابره شوې ده.

۲۸ کلن محمد رحیم چې دې فابریکي کې کار کوي وايي: "په دې شرکت کې ډېری وزګار ځوانان په کار بوخت شوي، له دولته غواړو څو له دې شرکته ملاتړ وکړي."

د دې فابریکې چارواکي وايي چې د دوی تولید شوې ورېجي پر افغانستان سربېره ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبیکستان ته هم صادریږي.

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي او د معلوماتو له مخې د دې ولایت ۸۵ سلنه اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې درکه د خپلو د کورنیو لګښت پوره کوي.

XS
SM
MD
LG